ژوند
ته خو یې وینې خدایه!
چې مې هر خوا ته یوَړ
په غوړیدلو ګلابو باندې وګرځوه
د لمر لویدلو رنګینۍ مې ورته وښودلې
له ځانه سره مې د څپانده سیند تر څنګ کېنوه
ما ویل د مستو څپو شور کې ګوندې
ورکه مستي ومومي
د څو رومان رومان فلمو هیندارې
مې ورته مخکې کېښوې
د غزلونو
د سندرو
او د عشق د افسانو
د کتابونو پاڼې
مې ورته بېلې، بېلې واړولې
خو خدایه !
سترګې یې راپورته نه کړې
خو خدایه سېکه په کې نه شوه پیدا
ته خو یې اورې خدایه!
چې راته وایې:
درواغجنې نجلۍ
ښار دې ویده دی
رڼاګانو په کې سر خوړلی
واړه رنګونه ترېنه غلو وړي دي
او بیرغونه یې په اور سوي دي
په ماښامونه یې وبا راغلې
ماشومان وږي دي
ډوډۍ غواړي
جینکۍ تږي دي
اوبه غواړي
د میندو تورې سترګې سرې اوښتي
لکه سیلۍ وهلې
لکه ږلۍ وهلې
ته خو یې اورې خدایه!
چې راته وایې:
درواغجنې نجلۍ
ښار دې له ډیرې خاموشۍ څخه مري
د انسان شور نشته
د جینکیو هېلې باد وړي دي
او د زلمو سترګو کې اور نه شته
ته خو یې وینې خدایه!
ما درواغجنه ګڼې
ما ته پیغور راکوي
زما په ښار کې د خورې خاموشۍ
زما کوڅه کې د بیدارې لوږې
زما په زړه د سوزیدلې هېلو
او د ښار د وږو ماشومانو پیغور
ته خو یې وینې خدایه
چې راته وایې:
دا زما په ملتیا ستړی دی نور
چې راته وایې:
پریږده لاړ شمه، وزرې وکړم
هله راستون شم
چې دې ښار کې بیرته شور پیدا وي
د جینکیو هیلې بیا تاندې وي
او د زلمو سترګو کې اور پیدا وي
خدایه، زارۍ کومه!
له ما یې لار ورکه ده
” ژوند ” مې ناروغ دی
وطن مې روغ کړه!
چې ژوند مسکی شي
بیرته راستون شی
په شور کې ورک شي
ساه ګانې واخلي..