ژباړېنثر

د یوې ایرانۍ شاعرې شعر

زه یوه واده شوې ښځه یم
زه یوه ښځه یم
یوه ایرانۍ ښځه
د شپې اته بجې دي
دلته د “سهروردي” واټ په شمالي کوڅه کې
بهر راوتلې یم
د ډوډۍ اخیستلو لپاره
نه سينګار کړې يم
او نه مې هم جامې په زړه پورې دي
خو دلته په عامه توګه
دا اووم موټر دی،
چې راپسې دی
راته وایې: میړوښې یې او که نه؟
راځه له ما سره لاړه شه،
هر څه چې غواړې زه به یې درته واخلم!

دلته نانوایي دی
اته نیمې بجې دي
اوړه پېړې کوي خو پوه نه شوم چې ولې يې
زما په لیدو سترګک راته وواهه؟!
هغه د ډوډۍ راکولو پر مهال زما لاس هم لمس کړ.

دا تهران دی
له سړک تر تېریدو وروسته ډرېور زما خوا ته راغی
موټر چلوونکي راڅخه د قیمت په اړه وپوښتل؛
شپه په څو؟
زه د شپو په قیمت نه پوهېدم!

دا ایران دی
لاسونه مې ساړه دي
فکر کوم خبرې نشم کولی
د خجالت او غم خوَلۀ مې لا وچه شوې نه وه
چې کور ته ورسېدم
انجنیئر مې ولید
یو شریف انسان چې په دويم پوړ کې،
له خپلې لور او مېرمنې سره ژوند کوي
سلام انجینر صیب!
مېرمن مو ښه ده؟
او خوږه لور مو څنګه ده؟
ـ سلام، ته څنګه یې؟
خوشحاله یې؟
نه لیدل کېږې؟
که رښتیا ووایم، نن شپه زموږ په کور کې هېڅوک نشته
که امکان لري، راشه،
د نیلوفر کمپیوټر به جوړ کړې
ډېر شور کوي
دا زما موبایل دی
په ارامه سره، څومره خبرې چې غواړې کولای شې
ما په زړه نیولې خوله وویل، ډېر ښه،
که وخت ؤ حتمن درځم…

دا اسلامي خاوره ده
دا د “امام رضا” او د هغه د زامنو خاوره ده
دلته اسلامي قانون حاکم دی
خو دلته جنسي ناروغانو د…. ماده هر طرف ته شیندلې ده
نه دین، نه مذهب، نه قانون
او نه هم ستا نوم ستا څخه حفاظت کولای شي.

” دا اسلامي جمهوریت دی
او زه یوه ښځه یم”
که زما مېړه وغواړي، څلور ودونه کولی شي او له څلوېښتو مېرمنو سره متعه کولی شي.
خو “زما ویښته به ما دوزخ ته بیایي”
او د سړیو د بدن بوی به دوی جنت ته بوزي
زه کومه محکمه نه لرم
که زما مېړه ماته طلاق راکړي، غیرتي بلل کېږي
خو که زه طلاق وغواړم، نو وایي،
له حده تېره شوې یې، بې شرمه شوې یې!
زما لور د واده کولو لپاره زما اجازې ته اړتیا نلري،
خو د پلار اجازه یې لازمي ده!!
زه دوه کاره کوم،
هغه که له کاره کور ته راشي آرام کوي
خو زه چې له کاره کور ته راشم، بیا هم د کور کار کوم
او د هغه آرامه کول هم زما کار دی.

زه یوه ښځه یم
نارینه دا حق لري چې ما وګوري
خو که په تېروتنې سره
زما نظر په سړي ولګېد
نو زه یوه بې لارې او ناپاکه ښځه بلل کېږم
زه یوه ښځه یم، زما د ټولو محدودیتونو وروسته بیا هم، یوه ښځه!!
آیا زما په پیدایښت کې کومه نیمګړتیا ده؟
او که هغه ځای چې زه پکې رالویه شوې یم غلط دی؟
زما جسم، زما بدن، زما وجود
د یو ښه لباس لرونکي سړي فکر او … د خولې د څو جملو په قیمت دی؟!

خپل کتاب بدل کړئ،
یا د دې ځمکې د نارینه وو فکر بدل کړئ، یا هم د کوټې په یوه کونج کې زنداني (محدودې) اوسئ!!

زه نه پوهېږم
زه نه پوهیږم چې زه د نړۍ په کوم بد ځای کې پیدا شوې یم، او که په بده موقع (وخت) کې زېږېدلې یم.

شیرین

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!