لیکنې

“فرهاد دریا” “ښه موسیقي او پاک وجدان”

“فرهاد دریا”، چې د افغانستان تکړه او نامتو سندرغاړی دی د “ازادۍ ائتلاف” موسسې له لورې د مارچ په ۲۶، په جینوا کې یو کنسرټ وړاندې کړ.
دغه کنسرټ د ازادۍ ائتلاف موسسې له لورې په وړیا ډول ګرانو افغانانو ته وړاندې شو، چې له څلورسوه څخه زیاتو افغانانو پکې ګډون کړی ؤ.

د ازادۍ ائتلاف موسسې افغانان سره راټول او د یو واحد افغانستان لپاره یې غږ پورته کړ. همدارنګه د افغانستان له دوست هېوادونو څخه یې وغوښتل، چې له افغانستان سره یوځای شي او د افغانانو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي.

دا چې د دغه پرګرام موخه د افغانانو یو غږ اوسیدل موخه وه، نو د موسیقۍ په منځ منځ کې به فرهاد دریا یو لنډ پیغام هم خپله ورکاوه چې د پیل خبرې یې پدې ترتیب وي؛

د جرمني کمپوزر “پاول هنډيمېټ” يوه مشهوره وینا ده، چې ” دوه څيزونه د موخې ټاکلو ارزښت لري:
“ښه موسیقي او پاک وجدان” زه به هڅه وکړم چې تاسې ته ښه موسیقي وړاندې کړم خو دلته وینم چې پاک وجدانونه هم زما د سترګو په وړاندې شتون لري.

د هغه څه په نظر کې نیولو سره چې په اوکراین او اروپا کې پېښېږي- دلته راغلم چې د افغانانو لپاره خپله پاملرنه وښایم او مرسته وکړم. بیا هم ستاسې د راتګ او ګډون څخه مننه.

فرهاد دریا د پرګرام د موخې له مخې یو بل پیغام دوست هېوادونو ته په خطاب کې وویل:

د افغانستان دوست هېوادونه کولای شي یو مثبته روحیه او احساس د افغانانو لپاره ورکړي او له دوی سره مرسته وکړي. غواړم د دري ژبې نامتو شاعر “سعدي” یو شعر لتاسې سره شریک کړم.
انسانان لکه د یو بدن غړو په څېر دي
چې ټول له یوې خاورې پيدا دي
که یو غړی درد او رنځ ویني
بل غړی به ارام ته نه پرېدي
که ته د انسان سره د همدرۍ حس نلرې
نو د انسان نوم نشې ساتلی
دغه شعر د پيړیو راهیسې د یو اصل په توګه افغانانو ته لارښوونه کوي. په هر حال، وروسته له لسیزو ځورېدلو او اوسني توپيري چلند څخه افغانان هڅه کوي باور وکړې چې بشري حقونه د ټولو انسانانو لپاره یو ډول دي. زما وروستی خبره د نن شپې لپاره د دري ژبې یو مشهور قول دی چې کوم چې شاته پوسټر کې هم لیکل شوې ده:
” افغانستان د بشریت شپږمه ګوته نه ده او نه هم ددې نړۍ ناسکه اولاد!”

ـ د یادوني وړ ده چې
اړوند پروګرام د حماسي سندرو لپاره ځانګړی شوی ؤ چې د افغانستان په ملي سرود پيل او د “افغانستان زنده باد” په نارو باندې پای ته ورسېد.

لیکواله/لیکوال

One thought on ““فرهاد دریا” “ښه موسیقي او پاک وجدان”

  • Samim Khan

    فرهاد دريا وطن پاله او وطندار پاله انسان دی، موسيقي کې یې هم خپل تقدس ساتلی او وجدان یې راحت دی.
    یواځينئ څه چې مې پکې ډېر خوښيږي لوړ انساني شعور او هېواد والو سره مینه یې ده.

    ښکلې ليکنه

    Reply

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!