لیکنې

ایا خپل افکار قابو کولای شو؟

‎لیکنه او ژباړه: ډاکتر نګین کرګر

که مونږ وغواړو یا نه په متواتره توګه زمونږ ذهن کې افکار خطور کوي، حتی که په خوب کې اوسو زمونږ ذهن ته ځیني افکار راځي، تقریباً له پنځه زره کلونو لخوا څیړنې روانې دي چې دا پوښتنه ځواب کړي. ولې زمونږ ذهن کې افکار خطور کوي، دا افکار څه دي ؟ هر څومره چې مغز ته له نږدې وګورو په مغز کې هغه افکار چې په ذهن کې خطور کوي لیدلی نشو یا کومه نښه یې نشو پیدا کولی یعنې افکار د اندازه کولو واحد نه لري او نه لیدل کیږي. خو پوښتنه پیدا کیږي چې زمونږ د انسانانو اذهان څرنګه تصویر ، غږ ، افکار او یا هم تخیل ترسیمولای شي؟ پدې حساب مونږ کولی شو ووایو چې انسان د تخیل د قووې یو ډیر پیاوړی قدرت لري هر څومره تصویرونه چې د مغز څخه واخیستل شي مونږ نشو کولی پوه شو چې په ذهن کې افکار د کومه ځایه خطور کوي. یا د انسانانو په ذهن کې افکار او تصویر څرنګه جوړیږي. د دې پدیدې څیړنې په نیورو بیولوژي کې ډیرو ساینس پوهانو د څیړنو او پایلو یو مهم عنوان دی چې دوی د مغز د تصویر جوړولو او افکارو د اندازه کولو یو علت معلوم کړي. افکار ډیر پیاوړی کیدای شي حتی کولی شو کله کله خپله خپل افکار کنټرول کړو او د افکارو کنټرول هم یوه پیاوړې انساني پدیده ده. سره لدې چې د انسان د افکارو یوه لویه برخه ناخود آګاه افکار دی څرنګه مونږ کولی شو خپل افکار کنټرول کړو؟ او یا څرنګه د خپلو افکارو قوت د خپل منفعت لپاره وکاروو؟ د انسان د پیدایښت څخه تر نن ورځ پورې یوه اوږده د تکامل پروسه تیره شوې ده چې د انسان مغز تر نن ورځې پورې د ساینس او منطق علم کې تکامل وکړ او ډیر اختراعات منځته راغلل، مثلاً د وراثت علم او د ډي ان اې(DNA) کشف چې په واسطه یې ډیر جرایم او نورې ټولنیزې آسانتیاوې انسانانو ته په برخه شوې. د انسان مغز په ټوله نړۍ کې یو ډیر مغلق سیسټم دی چې اته شپیته زره میلیارده حجرات او څو بیلیارده اخذو سره مل دی. د مغزو فزیکي جوړښت د اوبو پروټین، ویټامین شحم او کلسټرول څخه دي. چې همدا مغز کولی شي مصنوعي ځیکرتیا ، توغندي، انټرنټ الوتکې، ریل ګاډي او د انسانانو د ژوند بیلابیل اړخونو ته ښکلا او سهولت ب…

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!