ژباړېلیکنې

د نړۍ درېیم بډایه سړی “مکیش امباني” سره مرکه.

په دې مرکه کې يې په زړه پورې خبرې کړې، چې ځينې مهم ټکي يې په لاندې ډول يادوو.

۱ : په نړۍ کې هېڅ کاریګر/مزدورکار له خپلې مزدورۍ /کار څخه خوښ نه دی.

۲ : د انسان اقتصادي ژوند هغه وخت پیلېږي کله چې هغه خپل کاروبار (تجارت) پیل کړي.

۳: بریا او پرمختګ له تعلیم سره هېڅ تړاو نه لري.
۴: که د تعلیم له لارې پیسې پیدا کیدلی، نن به د نړۍ هر پروفیسور میلیاردر وی.

۵: دا مهال په نړۍ کې نهه سوه پنځوس میلیاردران دي، چې په دوی کې هېڅ یو پروفیسور یا اکاډمیک شخص شامل نه دی.

۶: نړۍ کې تل د متوسطې طبقې خلکو پرمختګ کړی دی، دا خلک د وخت په قدر او ارزښت پوهېږي، دا خلک د ډګریانو/دیپلومونو ترلاسه کولو پر ځای د زده کړې په وخت کې کاروبار پیلوي.

۷:دوی کامیابي د کالج یا پوهنتون پر ځای له کارخانې یا بازار څخه لاس ته راوړي.

۸: زه په خپل ژوند کې هېڅکله کالج یا پوهنتون ته نه یم تللی.

۹: دا مهال زما په شرکت کې ۳۰ زره د لوړو زده کړو خاوندان نارینه او ښځې کار کوي. دا لوستي کسان د وزن، عقل او دماغ له لحاظه له ما څخه ډېر ښه دي، خو د دندې پرېښودو جرئت په یؤ کې هم نه شته، دوی په خپلو کارونو بوخت دي. په خپل ځان تکیه نه شي کولای.ځکه چې دوی په ځان باور نه لري.

۱۰ : که یؤ څوک زما لپاره کار کولی شي، هغه د ځان لپاره هم کار کولی شي. یوازې یو څه همت ته اړتیا لري.

۱۱: په دنیا کې له محنت پرته د هر څه بدیل شته.

۱۲ : په نړۍ کې د بې وزلو لپاره هېڅ پناه ځای نشته، مګر ټوله نړۍ د کار کونکو پرمخ خلاصه ده.

success #life #hardworkdedication #business

بریا #ژوند #سخت کار #سوداګري

ژباړه

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!