لیکنېنثر

عصمت چغتائي

هغه بېباکه لیکواله چې له مرګ وروسته يې هم د نړۍ له حیرانه کولو لاس وانخيست.

په ۲۴ اکتوبر ۱۹۹۱ کې دې خبر ټوله اردو نړۍ خواشینې کړه، چې اردو ژبې مشهوره او بېباکه لیکواله “عصمت چغتائي” په ممبۍ کې وفات شوې ده. د دې خبر سره بله مهمه موضوع هم راپورته شوه،چې عصمت چغتائي د خپل وصیت له مخې خاورو ته نه ده سپارل شوې، بلکې سوځول شوې ده.

عصمت چغتائي د ۲۱ اګست ۱۹۱۵ کال په اتر پردیش کې د بدایون په نوم یو کوچنی ښار په يوه متوسطه کورنۍکې زيږېدلې. د هغې پلار “مرزا قسیم بیګ چغتائي” د ډيپټي کلکټر(کمېشنر) په توګه دنده ترسره کوله، او عصمت د لسو وروڼو او خویندو په کورنۍ کې نهمه ماشومه وه. د هغې مشر ورور، عظیم بیګ چغتائي، مخکې له هغې چې عصمت لیکوالي پیل کړي، د ادب په نړۍ کې یو پېژندل شوی نوم وو. د همدې کبله عصمت ډېر وخت و نه نيو، چې د خپلې کورنۍ ادبي میراث له برکته په ادبي نړۍ کې خپل ځای پیدا کړي.

عصمت له ماشومتوب څخه له ليک او لوست سره لېوالتیا درلوده، سره له دې چې هغه وخت په محافظه کاره ټولنه کې د عصمت چغتایي په کورنۍ کې د نجونو لوړو زده‌کړو ته چندان ارزښت او اجازه نه ورکول کېده؛ خو د عصمت ډېر ټینګار او له زده‌کړو سره خورا مینې ته په کتو، پلار یې اجازه ورکړه چې په “علي ګړھ” او وروسته په “لکنهو” کې زده‌کړې وکړي.

دا هغه وخت وو، چې د هغې لیکنې په ادبي مجلو کې تازه خپرېدي.
که څه هم له هغې مخکې ګڼو ښځو ادبي نړۍ ته لار درلوده؛ خو د عصمت بې‌باکه قلم ډېر ژر د ټولې ادبي نړۍ توجه جلب کړه. هغې پر ژبه او بیان غیرمعمولي واک درلود، او په نثر کې یې هر ژانر ازمویلی دی، لکه لنډې کیسې، ناولونه، ډرامې، سفرنامې، مقالې، خاکې او رپوټاژونه.

کله چې عصمت چغتائي د ادبي نړۍ په ډګر کې قدم کېښود، اردو ادب د ترقي پسند ادبي تحریک په لومړیو مرحلو کې وو. د پریم چند دوران تېر وو، او داسې لیکوالان لکه سعادت حسن منټو، کرشن چندر، غلام عباس، او نورو لیکوالانو اردو ادب ته ډېر ارزښتناک کارونه وړاندې کړي وو.

عصمت چغتائي د اردو ترقی پسند ادبي تحریک یوه فعاله غړې وه. هغې په اردو ادب کې د ښځو په اړه داسې بېباک او جنجالي موضوعات وړاندې کړل، چې اکثره لیکوالانو ورته له ډاره شا اړولې وه. تر ټولو مشهور اثر يې د “لحاف” په نوم افسانه ده، چې د ټولنیزو ستونزو او جنسي پېچلتیاوو پر یوې ریښتینې پېښې ولاړه وه. دا کيسه دومره جنجالي وه، چې د فحش په تور پرې قضیه وشوه او محکمې ته يې راکش کړه،خو هغې په زړورتیا خپل دریځ وساته او د بیان ازادۍ لپاره يې مبارزه وکړه. قضیه يې وګټله او باعزته برې شوه.

عصمت په خپل ژوندلیک “کاغذی ہے پیرہن” کې یادونه کړې، چې څنګه یې “لحاف” کیسه د هغې او د هغې د مېړه، شاهید لطیف، ترمنځ د تاوتريخوالي اوجنګونو لامل شوه، خو هغې ويلي چې “لحاف” ډېره لویه جایزه هم ورکړه،چې ټولې ستونزې یې ختمې او دردونه يې دوا شول. هغې یادونه کړې،
ډېره‌ موده پس علي‌ګړھ ته لاړم. د هغې مېرمنې په فکر، چې ما پرې کیسه لیکلې وه، وجود مې له وېرې رېږدېده. خلکو هغې ته ویلي وو، چې «لحاف»پرې لیکل شوې ده.

په یوه مېلمستیا کې ناڅاپه ورسره مخ شوم. داسې شوم لکه د پښو لاندې چې مې ځمکه تللې وي. هغې په غټو سترګو راته وکتل او د ګل په څېر وغوړېده. د خلکو له منځه یې ځان راورساوه او زه یې په غېږ کې ونیولم. بیا یې یوې خوا ته بوتلم او ویې ویل: پوهېږې، ما طلاق واخیست او بیا مې واده وکړ. ماشاءالله، اوس د لمر په څېر یو زوی لرم.
زړه مې غوښتل چې يو چاته غاړه ورکړم او ښه په چيغو وژاړم. اوښکې مې نه تمېدلې، خو ما په زوره خندل. هغې راته ډېره ډېره ښکلې مېلمستیا وکړه ،زه ترې ډېره خوشحاله شوم. کله مې چې د هغې د ګل په څېر ماشوم ولید، داسې احساس مې وکړه، لکه هغه چې زما هم وي؛ زما د ذهن یوه ټوټه، زما د فکر ژوندی اولاد، زما د قلم ماشوم! او ما دا ومنله چې په ډبرين غره کې هم ګلان غوړېدای شي؛ خو په دې شرط چې د زړه په وینو یې خړوب کړې.

  • عصمت چغتائي د ښځو په حقونو او مساوات ټینګار کاوه او د هغوی د ژوند هغه اړخونه یې څرګند کړل، چې ټولنې یې په اړه خبرې کول نه غوښتل. د هغې ناولونه لکه “ضدی” او “ٹیڑھی لکیر” د ښځو د ارمانونو، ستونزو او ځواک یو ژوندی انځور وړاندې کوي.

هغه د اردو ادب په تاریخ کې د نوښت، صداقت او د ښځو د زړه درد یوه ژوره او نه هیریدونکې نښه پرېښوده.

“ٹیڑھی لکیر” او “ضدی” د عصمت چغتائی هغه مشهور ناولونه دي، چې په کې هغې د ښځو په ژوند د ټولنیزو بندیزونو، جنسي پېچلتیاوو، او داخلي احساساتو په اړه زړور موضوعات راپورته کړي.

۱. “ٹیڑھی لکیر”:
دا ناول د یوې ښځې د ژوند هغه دروني او بهرنۍ ستونزې بیانوي، چې د ټولنې له سختو معیارونو سره لاس‌و‌ګرېوان ده. په دې کې د ښځې ارمانونه، د خپل جسم سره تړلې احساسات، او د هغې د مینې او جنسي شناخت سفر بیان شوی. دې ناول هغه وخت ډېرې نیوکې وګاللې، ځکه چې ښځینه ارادې او هیلې په کې په ښکاره ډول وړاندې شوې وې، چې هغه مهال یو ډول “لغړتیا” ګڼل کېده.

۲. “ضدی”:
په دې ناول کې عصمت د ښځې د هغه جرئت کیسه بیانوي، چې د خپل ژوند د انتخابونو لپاره د ټولنې سخت زنځیرونه ماتوي. د دې ناول په ځینو برخو کې د ښځو شخصي او جنسي ازادۍ په اړه خبرې شوې، چې هغه مهال یې په اړه بحث کول یو لوی جرئت ګڼل کېده.

عصمت چغتايي داسې موضوعات راپورته کړل چې پخوا د ادب برخه نه ګڼل کېدل، لکه د ښځې داخلي احساسات، د کورني ژوند فشارونه، او د ټولنې دوه مخي. دې کار هغې ته د یوې بېباکه لیکوالې شهرت ورکړ، که څه هم د هغه وخت خلکو یې ډېری وخت بې شرمه لیکوالي ګڼله.
**

  • عصمت چغتائي د خپل ورور عظیم بیګ چغتائي د مرګ په غم کې یو په زړه پورې خاکه د “دوزخي” په نوم ولیکله، چې د اردو ادب یو شاهکار اثر وګرځېد.

د ادب ناقدینو د دې خاکې زبردست هرکلی وکړ او دا یې د اردو ادب یو شاهکار اثر وباله. د نثار احمد فاروقي په وینا، “عصمت دا خاکه د خپل ورور عظیم بیګ چغتائي په اړه لیکلي ده. که څه هم مختصره ده، خو ځانګړتیا یې دا ده، چې ژبه یې ډېره ساده او زړه ته ننووتونکې ده. داسې احساسوي،لکه په هره کلمه کې چې يې د وینو اوښکې ډنډ شوې وي.”

” رڼه او ساده ژبه، زړه ته د ورننوتلو انداز او داسې تاثیر، چې د انسان غوني زېږوي. عصمت هغه تاثیر رامنځته کړی، چې هغې غوښتل، او په خپل هدف کې نه یوازې بریالۍ شوې، بلکې تر هغه هم ډېره مخته تللې ده. که هر څومره ښې خاکې لست شي، او ‘دوزخي’ په کې شامل نه وي، نو لیست به یقیناً نیمګړی وي.”

د دې خاکې یادونه د منټو په هغه خاکه کې هم شوې، چې هغه د عصمت چغتائي په اړه لیکلې وه.

منټو لیکي: “په ساقي مجله کې ‘دوزخي’ خپور شو، زما خور لوستلی وه او ماته یې وویل، سعادت، دا عصمت څومره بد اخلاقه ښځه ده، چې خپل مړ ورور یې هم نه دی پرېښی. کم بختې ښځې څنګه بې اساسه خبرې لیکلي دي. نو ما ورته وویل، اقبال، که ته زما په اړه د داسې يو مضمون لیکلو وعده وکړې، نو زه همدا اوس مرګ ته تیار یم.”

  • جګدیش چندر ودھاون لیکي، “د دې نه لوی خراج تحسین یو فنکار خپل هم عصر ته نشي ورکولی.”

دا د عصمت چغتائي پیل و. وروسته هغې سلګونه کیسې، ډرامې او څو ناولونه ولیکل. د هغې ځانلیک هم “کاغذي ہے پیرہن” په نامه خپور شو. عصمت چغتائي نه یوازې په ژوندونې نړۍ حیرانه کړې وه، بلکې له مړینې وروسته یې هم د نړۍ له حیرانولو لاس وانخیست؛ چې د مړينې وروسته يې د دفن پر ځای د هغې د جنازې سوځولو پرېکړه په ادبي نړۍ کې د بحث موضوع وګرځېده.

مشهورې لیکوالې ” قرۃ العین” حیدر جمیل اختر ته په خپله مرکه کې ویلي: “عصمت آپا په اړه دا مشهوره ده، چې د هغې وصیت له مخې هغه نذر آش (وسوځول) کړل شوه. دا کاملاً غلطه ده. کله چې د هغې یوه عزیزه (د هغې وريره مدحت) له پاکستانه راغله، فاتحه لپاره عصمت آپا د خپلې مشرې خور مزار ته لاړه او يو ځای ته په اشاره یې ورته وویل، ‘دا ځای ما د ځان لپاره ساتلی دی.’

اصلي خبره دا وه، چې د عصمت چغتايي لور سیما له یوه هندو ځوان سره Civil Marriage قانوناًمدني واده کړی و. د هغه زوی عصمت آپا ته ډېر ګران و او هغه هم له خپلې انۍ سره ډېره مینه لرله. دې هلک خپل ځان د خپل پلار د ټولنې یو غړی ګڼلو، نو کله چې عصمت آپا وفات شوه، هغه یې جسد شمشان ته یووړ. خو دا د عصمت بدبختي وه چې هغه بېچاره په ژوند کې هم د ځینو خلکو له ملامتۍ سره مخ وه او له مړینې وروسته هم.

خو همدا قرۃ العین حیدر په خپله خاکه ‘لیډي چنګیز خان’ کې لیکي: “عصمت آپا به ډېری وخت ویل، چې له قبر څخه ډېره وېرېږم، په خاورو کې د کېښودو سره سم به مې ساه بنده شي.
یوه ورځ مې ورته وویل، چې ساه خو اصلا نه وي، نو څنګه به بنده شي؟
هغې ویل، نا خورې، څه خبر، که بېرته څه وخت راشي. وایي چې زه‌ مې ځان سوځوم.

د عصمت کمال دا و، چې څه به یې ویل، په عمل کې به یې هم ثابتول. د بېلګې په توګه، کله چې مجروح سلطانپوري او نور دوستان د هغې د مرګ خبر واورېد، نو نېغ چندن واړي هدیرې ته ورسېدل، هلته خبر شول، چې د هغې د وصیت له مخې یې جسد سوځول شوی . چې هغې په خپل وصيت کې ویلي و، کله چې زه مړه شم، نو هېچا ته خبر مه ورکوئ او سمدستي مې کریمیټوریم (د مړو د سوځولو ځای) ته ورسوئ.

جګدیش چندر ودھاون په خپل کتاب ” د عصمت چغتائي، شخصیت او فن” کې لیکي چې د جنازې په ګډون کوونکو کې یوازې لوڼې، لمسی او څو نور نږدې دوستان لکه ډاکټر دهرم ویر بھارتی، پدما سچدیو خاوند سریندر سنگھ، نوټیال او وشوناتھ سچدیو شامل وو. د هغې وصیت له مخې، په ګیټ وے آف انډیا کې د هغې لور سیما د یوې کښتۍ له سره د هغې ګلونه سمندر کې وغورځول، او لمسي یې د سمندر څپو ته وسپارل.

جګدیش ودھاون زیاتوي، “عصمت چغتائي تر مرګ وروسته هم د یو لوی جنجال لامل شوه او پر هغې سخت بحثونه کيدل. دا یو جذباتي بحث و،چې شدت یې تر نن ورځې هم محسوسېږي. ځینو خلکو د هغې په پرېکړه نیوکه کوله، او ځینو دا د هغې شخصي پرېکړه وبلله او له بحثه یې وایسته.”

د عصمت چغتایي له مړینې دوه میاشتې وروسته، د ۱۹۹۲ کال په جنورۍ کې له ډیلي څخه خپرېدونکې مشهورې ادبي مجلې «بیسویں صدی» د عصمت چغتایي په یاد یوه ځانګړې برخه خپره کړه، چې په هغې کې د اردو د مخکښو لیکوالانو د هغې د مړینې په اړه څرګندونې شاملې وې. دغو ټولو لیکوالانو د عصمت چغتایي د جسد د سوځولو په اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړي وو.

مجروح سلطان پوری ویل: “دا یو ډېر بې‌معنی خواهش و. دا څه ډول سیکولرزم دی؟ چې د ښخولو پر ځای یې سوځول،یوازې د کلتوري ارزښتونو د ماتولو لپاره؟ هلته نه کومه پوجا وه او نه لمونځ. زه د هغې د مړي د سوځولو مراسمو ته لاړ نه شوم.»

سلمیٰ صدیقي، چې د عصمت ډېره نږدې او صميمې ملګرې وه، ویل: “زه دې خبرې سره موافقه نه یم، ځکه زما په اند انسان بايد د خپلو رواياتونو سره تړلی وي او غوره يې کړي. کله چې به مې له هغې سره د مذهب په اړه خبرې کولې، هغې به همدا ویل، چې غواړي وسوځول شي. هغه سیکولره وه، خو د مذهب په اړه، په ځانګړې توګه د مرګ وروسته د ژوند په اړه، د هغې نظریات ډېر پېچلي وو.»

په مقابل کې ډاکټر راهي معصوم رضا د عصمت د پرېکړې ملاتړ وکړ او د هغې سرکښ شخصیت یې وستایه. هغه وويل: “دا د عصمت شخصي غوښتنه وه، هېڅوک باید په دې اړه کار ونه لري، چې د هغې پر غوښتنې اعتراض وکړي. هغه د بشریت د هوساینې پلوۍ وه او زه ورته سلام کوم.»

مسرور جهان وویل، د دې پر خلاف، ډاکټر راحي معصوم رضا د عصمت د پرېکړې ملاتړ وکړ او د هغې سرکښ شخصیت یې وستایه. هغه وویل:

«دا د عصمت شخصي غوښتنه وه، هېڅوک باید په دې اړه کار ونه لري چې د هغې پر غوښتنې اعتراض وکړي. هغه د بشریت د هوساینې پلوي وه، زه ورته سلام کوم.»

مسروُر جهان وویل:
« په حقیقت کې، هغې د تللو پر مهال هم یوه چاودنه وکړه. که خلک خفه کېږي، خفه دې شي. د مذهب د چارو متوليان یې بې‌دینه او مشرکه بولي، پرېږدئ، چې همداسې یې وبولي. هغې د قبر د امن او عافیت په ګوټ کې د خپل ځای جوړولو پر ځای، خپل فاني جسد اور ته سپارل (په اور سوځول) غوره کړل؛ او آن د مرګ تر شېبې یې هم نورو ته د بحث او جنجال مواد برابر کړل.»

د عصمت لور سیما ساهني د هغې د پرېکړې تر شا د موجود احساس او انګيزې په اړه وضاحت داسې کړی:
«هغه د مرګ وروسته د بیا زیږون د‌ نظريې (آواګون) په عقیده پوره باور درلود. له همدې امله، د خپل ځان د نه ښخولو پرېکړه یې د اسلام سپکاوی نه و. هغې فکر کاوه، چې اسلام یو ستر او ښه دین دی، خو له بدلېدونکو حالاتو سره یې ځان نه دی بدل کړی. هغې پر هندویزم هم ډېر باور درلود. د هغې په وینا، هندویزم یوه ستره فلسفه ده او همدا لامل دی چې هندویزم له اوږدې مودې راهیسې ژوندی پاتې شوی دی.»

د شلمې پیړۍ په همدې ګڼه کې د عصمت چغتايي یو داسې لیک هم خپور شوی و، چې په هغه کې یې د خپل جسد سوځولو هیله څرګنده کړې وه. دا لیک يې د “شري ګنګادارجي” په نوم لیکلی و، چې د هغه‌ کتاب “ستی” يې هېڅ نه و خوښ. په دغه کتاب کې شري ګنګادھر جي د ستي د دود ملاتړ کړی و او لیکلي یې وو، چې باید دغه دود ترویج شي. («ستي» د هندوانو یو پخوانی دود و، د کونډه ښځه د خپل مړه شوي مېړه له جنازې سره یوځای سوځول کېده.)

عصمت چغتایي د دې کتاب په اړه د نظر څرګندولو پر مهال ګنګادھر جي ته یو اوږد لیک ولیکه. هغې په دغه لیک کې د «ستي» د دود له مخالفت وروسته لیکلي وو:
«زه له قبره وېرېږم، ما خو وصیت کړی، چې وسوځول شم. دا زما بدن دی، زما زړه او دماغ دي. زه چې څنګه غواړم، هماغسې به کېږي. زه درې ځله روسیې ته تللې یم، اروپا ته هم تللې يم، یوازې امریکا ته نه یم تللې. په چین کې مې څلور میاشتې تيري کړي. اروپا کې هم ښه ډېره ګرځېدلې يم، خو زه حتی د یوې مرغۍ ستي هم نه شم زغملی. د غله او قاتل ژوندي سوځول به هم ونه زغمم. که تاسو خپله لور یا نږور وسوځوئ، زه به یې په بېوسۍ سره وزغمم، خو تاسو ته به دعا ونه کړم.»

د عصمت چغتۍ له مړینې څه موده وړاندې د «۲۰مې پیړۍ» ایډیټرې شمع افروز زیدي ورسره یوه اوږده مرکه کړې وه، چې په ځانګړې ګڼه کې خپره شوه. د دې مرکې په پای کې شمع افروز زیدي لیکلي:
« چې د خبرو په ترڅ کې عصمت اپا یو ځای ماته دا خبره کړه، چې هغه د قبر له تیارو څخه ډېره وېره لري او ښايي همدا لامل و چې د هغې د وصیت له مخې یې د خاورو پر ځای، جسد د اور روښانه لمبو ته وسپارل شو او په ایره بدل شو. خو د ورځپاڼې د خبر له مخې د هغې د لمسي آشيش دا خبره ډېره دردونکې وه چې وايي ” نيا مې ډېره سيکولر وه او له همدې امله يې هېله کوله، چې جسد یې په چتا کې وسوځول شي”
زه فکر کولو ته اړ شوم، چې ایا د هند په څېر په یوه سیکولر هېواد کې به هر څوک اړ وي، چې د خپل سیکولر فکر د ثبوت لپاره له مرګ وروسته خپل ځان د چتا لمبو ته وسپاري؟»

قرۃ العین حیدر په یوه بله لیکنه کې د عصمت چغتایي د جسد سوځول د NM راشد د جسد له سوځولو سره پرتله کړی او لیکلي یې دي:
«په لندن کې د هغه له مړینې وروسته، د هغه انګرېزې مېرمنې هغه بېچاره وسوځاوه. په دې قضیه کې نه عصمت آپا ملامته ده او نه راشد صاحب. دا د “مړي پر برخلیک د ژوندي کس د واک” دوه دردناکې بېلګې وې.»

خو له شمع افروز زیدي سره د عصمت چغتایي له مرکې او شري ګنګادھر جي ته د هغې له لیکلي لیک څخه په بشپړه توګه څرګندېږي، چې د عصمت چغتایي د جسد سوځول د هغې د خپلې شخصي غوښتنې پوره کول وو، نه دا چې د مړي پر برخلیک د ژوندي کس د واک کومه بېلګه وه.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2026 Mehar Taj

error: Content is protected !!