نثر

مارکس د مولانا عبیدالله سندهيؒ په مقابل کې — د انقلاب دوه لارې

مارکس د مولانا عبیدالله سندهيؒ په مقابل کې — د انقلاب دوه لارې

دا دواړه شخصیتونه په داسې یوه دوره کې راڅرګند شول، چې نړۍ د پانګوالۍ د تمرکز، د کارګرانو د استثمار، استعماري غلامۍ او سختې اقتصادي نابرابرۍ له ژور بحران سره مخ وه. خو دواړو دغه بحران له بېلابېلو فکري بنسټونو وڅېړه او د بدلون لپاره یې بېلابېلې لارې وړاندې کړې.

کارل مارکس په اروپا کې د صنعتي پانګوالۍ د ودې شاهد و. له یوې خوا فابریکې، پانګه او شتمني د لږو کسانو په لاسونو راټولېدې، او له بلې خوا کارګر مجبور و، چې خپله مزدوري او محنت وپلوري. مارکس د همدې استثماري جوړښت پر وړاندې د طبقاتي مبارزې او انقلاب نظریه وړاندې کړه.

کمونیستي لیګ، «کمونیستي منشور» او وروسته راټوکېدونکو کارګري او سوسیالیستي خوځښتونو د مارکسي فکر په منظم انقلابي خوځښت بدلولو کې مهم رول ولوباوه. د مارکس اساسي پوښتنه دا وه:

پر تولیدي وسایلو کومه طبقه واک لري، او دا طبقاتي استثمار څنګه له منځه وړل کېدای شي؟

خو په همدې نړیوال استعماري پړاو کې د هند له نیمې وچې څخه دا غږ هم پورته شو، چې ستونزه یې یوازې تر اقتصادي طبقاتي مبارزې محدوده نه ګڼله:

مولانا عبیدالله سندهيؒ

هغه د برتانوي استعمار، سیاسي غلامۍ، د ځمکوالو(جاګيردارۍ) زورواکۍ او اقتصادي بې‌عدالتۍ پر وړاندې مبارزه وکړه. له «تحریکِ ریشمي رومال» سره تړاو، افغانستان ته هجرت، د هند د موقتي حکومت له هڅو سره اړیکه او له هېواده بهر د خپلواکۍ لپاره سیاسي مبارزه د هغه د انقلابي ژوند مهم پړاوونه وو.

خو د سندهيؒ لپاره انقلاب یوازې د واک د بدلون په معنا نه و.

د هغه په اند، اساسي پوښتنه دا وه، چې انسان څنګه له هر ډول غلامۍ، ظلم او استثمار څخه آزاد شي او ټولنه څنګه د قرآن د عدل، آزادۍ او مساواتو پر اصولو قايم شي.

همدا د دواړو ترمنځ بنسټیز توپیر دی.

مارکس د پانګوالۍ اقتصادي ریښې وننګولې.

عبیدالله سندهيؒ د استعمار، پانګوالۍ، د ځمکوالو واکمنۍ، سیاسي غلامۍ او ټولنیزې بې‌عدالتۍ د ټول جوړښت پر وړاندې د اسلامي فکر پر بنسټ د بدلون نظریه وړاندې کړه.

د مارکس په اند، د انقلاب بنسټ طبقاتي مبارزه او د مادي شرایطو بدلون و.

د عبیدالله سندهيؒ په اند، د انقلاب بنسټ قرآن، عدل، آزادي، انساني مساوات او ټولنیز اصلاح و.

د مارکس پوښتنه دا وه:

شتمني او د تولید وسایل د کومې طبقې په واک کې دي؟

د عبیدالله سندهيؒ پوښتنه دا وه:

څنګه داسې عادلانه نظام رامنځته شي، چې شتمني، واک او سرچینې د څو کسانو شخصي انحصار نه وي، بلکې د ټولنیز عدالت تابع وي؟

اسلام خپل انقلابي تصورِ عدالت لري.

اصلي انقلاب یوازې د واکمنانو د بدلولو نوم نه دی.

اصلي انقلاب دا دی، چې د ظلم جوړښت مات شي، انسان له استثمار څخه آزاد شي، د شتمنۍ انحصار له منځه ولاړ شي، سیاسي غلامي پای ته ورسېږي او ټولنه د عدالت پر بنسټ ودرېږي.

مارکس د پانګوال نظام تضادونه رابرسېره کړل؛

مولانا عبیدالله سندهيؒ د قرآن په رڼا کې د داسې ټولنیز انقلاب بلنه ورکړه، چې موخه یې د هر استثماري او ظالمانه نظام څخه د انسان آزادول وو.

انقلاب یوازې د تخت د بدلولو نوم نه دی؛
انقلاب د ظالم نظام د بدلولو نوم دی.

پانګوالي وي که د ځمکوالو واکمني، استعمار وي که استبداد؛ هر هغه نظام چې انسان د انسان غلام کوي، پر وړاندې یې د عدالت مبارزه د حقیقي انقلابي مبارزې په توګه مطرح کېږي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2026 Mehar Taj

error: Content is protected !!