یو څوک باید ولرې (پنځلسمه برخه)
یو څوک باید ولرې،
چې دا پوښتنې درنه وکړي:
په طبیعي ډول حد اکثر به موږ څو کاله ژوند لرو؟
ته ورته ووایي: ۸۰
اوس څو کلن یو؟
ـ دیرش ۳۰
څو پاتې؟
ـ ۵۰
په تعلیم بشپړولو، کور بنګله جوړولو، موټر اخیستلو او ښه کاروبار جوړولو/ درلودل به څو کاله نور نیسي؟
ـ شاید لایتناهي یا هم ۵، ۱۰
څو پاتې شو؟
ـ ۴۰!
بیا درته ووایي، ایا د څلوېښت کاله ژوند کولو لپاره ۴۰ کاله ژوند ضایع کول ارزي؟ راځه چې له ننه ژوند کول پیل کړو؛ هر څه یو ځای لاسه راوړو، جوړ کړو که څه هم ورانول و تاوان کول وي مهم مو د یو بل ترڅنګ اوسیدل دي، راځه چې دا لنډ سفر په خپل وخت او له صفر پیل کړو!!
یو څوک باید ولرې،
چې درته ووایې، ځوانې ډېره قیمتي ده.
داسې څوک چې درته ووایي، مرګی په ځوان او په زوړ نه دی!!
یو څوک باید ولرې،
چې د روانو رڼو اوبو ترغاړې چیرته چې د مرغیو سندرو ته د انسانانو خاموشي ناڅي.. یا هم د لوی بڼ ازاد آسمان ترلاندې خلاصه فضاء او په خزان موسم کې د لرګي په وچه چوکۍ درسره کښېني؛ سترګې، حواس مو لېرې لېرې د طبیعت په ښکلا کې ګنډلي، ساړه لاسونه مو په تودو جیبونو کې او زړه و فکر مو د یو و بل په خبرو کې ډوب د نړۍ له ناخوالو ناخبره د خپل فکر و اند په خواله سره وغږېږئ. نه داسې څوک چې د کوم هوټل نیمه تیاره رڼا، بندو دروازو تر شا خونې یا هم خپل انفرادي کور کې بنډار ته د دوستۍ و زړه خواله په نامه دعوتوې!!
یو څوک باید ولرې،
چې پدې ساړه ژمي کې دې د کنړ سیند ته بوځي، سیند ترغاړي درسره کښېني درته ووایي، راځه پښې دې سړو اوبو کې ځوړندي کړو او په هغو ټولو ترخو لارو اخیستل شوي قدمونه چې پرمختګ او خوشالۍ ته مو نه پرېږي پکې مُنجمد کړو…
ـ یو څوک باید ولرې،
چې بې خونده خواړه په خپل لاس درکولو خوندور کړي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې درته ووایي، زه ستا نه بغیر نېمګړی یم، راشه، ما مکمل کړه.