لیکنې

ښځه فحشا ده

له پیړیو پیړیو په هر دین کې ښځه یو مال او متاع ګرځول شوې چې انسان نه بلکې د نر د استعمال لپاره پیدا شوې ده. هسي خو د اسلام دین په راتګ سره د انسان په نظر وپیژندل او انساني حقوق یې معلوم شول، خو پیړۍ پیړۍ وروسته لا هم نرواکه ټولنه او د دین ټیکدار مسلمان نه د انسان په سترګه ورته وکتل او نه یې هم انساني حقوق ورکړلی شو.
دوی د زړه و ذهن په عقیدوې جنګ کې نه یوازې ښځه وژلې بلکې ستر ذات یې هم دوکه کړی دی.
ذهناً الله تعالی ته وایې چې بیشکه ستا حکم موږ پرځای کړی ښځه د انسان په توګه منو، خو د زړه عقیده یې هماغه فرعوني ده، ښځه نه انسان ده، او نه هم د عزت و انساني حقوقو حقداره!
ښځه مال ده متاع ده او د نر د استعمال لپاره پیدا شوې مخلوق ده.
د عزت و شرف خاوند یوازې او یوازې نر دی!
د جنت ټولې پرښتې نران او د دوزخ اور ته پکه ورکوونکي ښځه.
ځکه که ښځې هر څه وکړل، شرم، فحشا او ګناه بلل کېږي، خو که نارینه یې وکړي مردانه ګي شوه؛ چې نر دی باک نه کوي ورسره ښیې!

حکومت خو مازې یوۀ کوچنی پدیده ده، خو د دې فطرتي ذهنیت و عقیدي سره جنګیدل په حق تسلیمول یې د دې غوښو ټوټو تورې ته ماتې ورکول یوه ستره معجزه ده. دا مبارزه د دې نازک قشر له وس وتلي او خورا پیړۍ به ونیسي ترڅو دا د غوښو ټوټې په اوسپنیز ډال بدلي شي.

په همدې هکله سعادت حسن منټو وایي،
« ستاسي په نظر به ډمه (نڅاګره) فاحشه وي، زما په نظر ټوله ټولنه ډمه ده. په هغه ټولنه کې چې ملت یې ځوانو لوڼو ته دوه وخته ډوډۍنه شي ورکولای ، پداسې ټولنه کې یوۀ فاحشه له نیکو ښځو غوره ده.»

بل ځای بیا وایي؛
زموږ د ټولنې معزز نارینه زموږ د بازار له فاحشو نه ښه بل څوک نه پېژني…

  • اوونۍ دمخه مې د اوسني نظام د یوه چارواکي مرکه کې واورېده، چې ویل یې، یوازې په کابل کې دوه سوه فحشاخانې دي/ وي.

پوښتنه راسره پیدا شوه چې څنګه د کابل ښار لس تنه مېشت له یوې فحشاخانې مالومات نه لري او زموږ د اسلامي نظام یو بزرګوار دې د څو میاشتو په موده کې دوه سوه فحشاخانې کشف او له منځه یوسي؟!
بیا مې وویل، خبر خو به هغه څوک لري؛ چې په خبر پسې ګرځي یا خبر ځنې لري.

تر فحشا او فحشاخانو رایاد شو:

اوس بالیووډ په خپلو تاریخي څېرو او فعالانو ډېر مستند فلمونه جوړوي او جوړ کړي دي، چې یو له دې جملې څخه د “عالیه بهټ ” وروستی “ګنګوبایی ” فلم دی.

ګنګوبای په ۱۹۶۰ لسیزه کې یوه هندوه سوشل اکټیویسټه او ښځېینه دلاله تېره شوې. معنا خپله فحشاخانه یې درلوده او د همدې ځای د پیسو له لارې به یې د یتیمانو پالنه کوله؛ چې فلم کې “عالیې” د هغې رول لوبولی.

منټو به ویل، « کله چې ښځې د رازونو ویل پیل کړي، هېڅ نارینه به د سترګو غړولو لایق پاتې نشي.»
نوموړی فلم د ښځو له همدې رازونو جوړ دی، د ځینو برخو ذکر کول یې دلته اړین بولم، چې زموږ موضوع “ښځه او فحشا/ ایمانداره او معززه ټولنه ” پکې ښه تعریف شوي ده:

د فلم یوۀ برخه کې ژورنالیست “ګنګو بهایي” ( د فحشاخانې مشره دلاله) ته د سبانۍ ویناکولو پاڼه ورکوي، “ګنګو” یې د تمرین کولو لپاره په لوستلو پیل کوي، د دستور سره سم د وینا مقدمه له دې جملې پیلوې:
زما ګرانو، خویندو او “ورڼو ” سلام!
د ګنګو تر خولې د (وروڼو) کلمې په اورېدلو د فحشاخانې ټولې ړندۍ په یوه خوله کړسنده طنزیه خندا کوي، “ګنګو” یې په سترګو کې د خندا و ملنډو علت پوښتې، جینۍ ورته وایې؛
“د چا وروڼه؟! کوم وروڼه؟!
(یعني هېڅ نارینه د کومې ښځې ورور کیدلی نه شي او بیا یوۀ فاحشه خو هرګز د ورور په نامه څوک نه لري)

بل ځای بیا:
د کلي مشران د فحشاخانې بندؤلو او اعتراض په بڼه فحشاخانې ته ورځې چې نوموړي فحشانه خانه د نجونو په ښوونځي خپل منفي تاثیر پرېباسي؟!


مشره دلاله په ځواب کې ورته وایې:
ستاسي د ښوونځي جوړولو ۴۰ کاله کېږي او زموږ د فحشاخانې ۱۰۰ کاله کېږي، تاسې چې کله دا ښوونځی جوړؤلو هغه وخت مو ولې دیته نه کتل چې د دیوال ترشا مو یوۀ فحاشه خانه شتون لري؟
ـ که چیرته فحشاخانه د نجونو په ښوونځي منفي اغېز پرېباسي، نو بیا ولې ښوونځی د فحشاخانې پر ړندیو مثبت اغېز نه کوي؟
**

ـ په اعتراضیه غونډه کې ټولنې او سیاسون ته په خطاب کې وایي:

ستاسو له باعزته کلي نارینه زموږ کلي ته راځي بیا هم زموږ کلی بې عزته او بدنام دی، ولې؟!
او د ویرې خبره بیا دا وي، کله چې دغه معزز (اصیل) خلک زموږ کلي ته راځي نو زموږ نوم لوړېږي خو د هغوی نوم بدېږي، عزت یې کمېږي.
آیا تاسو پوهېږئ پر نړۍ کې ترټولو بدنامه/ سپک څه شی دی؟
ځواب!” بدلمني، زنا، فحشا ده!
خو زموږ نه بغییر ستاسي جنت هم نیمګړی دی! څه نا څه عزت خو به درکوو..
که ریښتیا و وایم له تاسو نه موږ سره عزت ډېر دی!
که و وایاست چې ولې؟
هغه ځکه که ستاسو عزت یو ځل لاړ شي بېرته نه اعاده(ترلاسه) کېږي.
مګر موږ هره شپه خپل عزت پلورو بیا هم نه ختمېږي.
تاسو که هر ډول ګمان کوئ،خو موږ ډېرې اصولي ښځې یو.
زموږ دروازې ته چې هر څوک راشي موږ ورته په حقارت نه ګورو.
زموږ اصول دي. نه د مذهب پوښتنه کوو نه د ذات او نه د تور او سپین، مالداره وي او که غریب د ټولو نرخ یو وي، موږ له خلکو ګریوګنې او پوښتنې نه کوو، نو له موږ یې ولې وکړي؟
موږ ولې ستاسو له ټولنې بیل یو؟
داسې نده چې موږ د چا لپاره هېڅ هم نه یو، د سیاستمدارو لپاره رایه، د پولیسو لپاره د اونۍ پیسې(مالیه) یو او د نارینه لپاره د خواهشاتو د پوره کولو ابزار….
**

ـ کله چې ګنګوبهایی بدلمنو ښځو ته د قانوني مشروعیت ورکولو لپاره وزیر ته وړاندې کوي نو وزیر ورته وایي، چې دا ناممکن ده، فاحشې ښځې د ټولنې برخه نده!
ګهنګو یې په ځواب کې وایي،
تر کومه چې ټولنه موجود وي، فاحشې ښځې به هم وي. همدا اوس وخت چې موږ خبرې کوو؛ یا به یوه انجلۍ خرڅېږي یا به اخیستل کېږي!
پکار خو دا ده چې جزا باید اخیستونکي او خرڅونکي دواړو ته ورکړل شي، لیکن ورکول کېږي چا ته؟
یوازې هغه بې ګناه انجلۍ ته!؟

وزیر ورته وایي، اغلې! موږ ستاسو پر تکلیف پوهېږو!
ـ ګهنګو” نه ښاغلیه!”
پر موږ چې څه تېرېږي پر هغې هېڅوک نه پوهېږي.. حتی خدای هم نه!
له موږ د ژوند کولو ټول حقوق اخیستل شوی دی. مکتب وي یا شفخانه، بانک وي او که د راشن لاین، د مور د سر سوری سوری پړونۍ وي او که د کور سوری. ټول حقوق له موږ څخه اخیستل شوي دي.
او اوس د دې وار راغلی چې له موږ دا کور (فحشاخانه) هم واخیستل شي؟!
پوره کمارټي خالي کول غواړي، تر محکمې پورې یې بوتللو!
آغلې! پر قانون باور ولره! قانون تل د ریښتیاو سره ملتیا کوي .
ـ ګهنګو!” کوم قانون؟
هغه، چې وژل کېږو دې هم او پوښتنه دې هم له موږ کېږي؟!
د حوا لور مرسته(انصاف) غواړي……🙏

ـ له دې مکالمې وروسته وزیر د قانوني مشروعیت ژمنه ورکوي چې په اخر کې ګنګو ورته وایي: ښاغلیه، تاسو کله تور ګلاب لیدلی؟!
ـ تور ګلاب هم وي؟
ګنګو: هو شته،کله زموږ کلي ته راشه پوره باغچه به و وینئ!….
**

د فلم په اخر کې “ګنګو ” ښځو ته د ژوند، زورواک نظام او ټولنې سره د مبارزې کولو لپاره وینا کې درې خبرې کوي:

۱، خلک به موږ بې ایمانه( فاحشې/بدکاره) بولي.
هېڅ خبره نده! دا بې ایمانه کار کوئ،خو په پوره ایماندارۍ سره” «پوره ایماندارئ سره.»

۱، د ګل کار خوشبویي ورکول دي.
که هغه په مندر کې وي،د قبر پر سر او یا هم کفن کې…
هر ځای خوشبویي ورکوي، نو تاسو یې هم ارزښت پوره کړئ!!

پرمختګ خو موږ هم غواړو.

۳، د عزت ژوند کول!
له هېڅ چا څخه وېره نه کول!
نه د پولیس، نه د وزیر اعظم، نه د ملا نه بلکې د هېڅ چا له پلاره مه ویرېږئ!!!

کله چې دغه درې واړه خبرې په یوه ښځه کې موجودي وي؛ نو نارینه ته د کومې خبرې غرور…؟!

ـ ګر چې دا فلم په هندي تاریخې و مذهبي واقعیې اسطورې جوړ شوی دی، اما د فاحشې نه بلکې زموږ د سپیڅلې دین و مسلمانې ټولنې مستورو مېرمنو د ژوند حقیقتونه او وجود سره چلند پکې ورته حقیقت دی!

ـ د ښځو د قانوني و شرعي حقوقو غوښتلو لپاره په نظام غږ کول او حق ځنې غوښتل تر هغه بې معنا ده او بې معنا به وي، تر څو د مردسالاره او غیرتي ټولنې ذهنیت جوړ او هر نارینه یې پر ورکړه قانع نشي کړلی.

ـ نو:
ستونزه په نظام کې نشته، ستونزه زموږ د ټولنې په اکثریت ذهنونو کې ده، چې ښځې ته یوازې د فتنې او یوې سړي ټوټې غوښې په نظر کتل کېږي. د دوی ذهن هغه نهاره او وحشي سپي ته ورته دی؛ که دغه سړه ټوټه غوښه په اووه پردو کې پټه هم وي او یا هم ښکاره دوی یې د سترګو د لید نه بلکې د وږې نس د لیونتوب او د شامی حس پیدا کولی او په یؤ نه یؤ ډؤل داړلی شي.
څومره چې دغه د غوښې ټوټه ځنې پټه او لېرې ساتل کېږي، هومره به د دوی محرومیت، لوږه او وحشیتوب ډېرېږي، ښځه به همغومره لکه د هر فرضي اختر د قربانۍ ګډورۍ وي، چې دوی به یې د مقدساتو او الهي احکامو پر نوم د الله په نامه د الله په لاره کې د عبادت په نامه ذبحه کوي.
هو، زموږ په ټولنه کې د ښځې وجود او حیثیت همدا دی!
ښځه فتنه، ښځه فحشا او ښځه د نارینو د ایمان د زاوال سبب ده ….

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!