یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (څلورمه بره)


یو څوک باید ولري، 

چې پدې ټیکنالوژي زمانه کې، ستا لپاره؛ قلم و کاغذ کاروې. څو د مینې جملې درته له زړه لیکي،تر څو د نښې په توګه یې درسره وساتي، میاشتې، کلونه وروسته یې له صندوقچې راواخلي او د مینې خاطرې دې پرې تازه کړې.

یو څوک باید ولري:

چې  ستا په نامه کور کې وړه کتابخانه ولري، د المارۍ هر کتاب په پاڼو کې یې د سترګو ځل او ګوتو نښې پاتې شوې وي. د شپې ویده کېدو مخکې نیم ساعت درته په خپل سندرېز غږ مُلایم کتاب ولولي. داسې څوک، چې اونۍ کې یو نوی کتاب درته ډالۍ کړې.

چې کله خوب وړی/ې یې په لاس ساعت(نر)  / غوږ غوږ والیو (ښځه) ته دې متوجه شې، دا چې د خوب مزاحمت سبب دې نشي درڅخه یې په ارامه لېري کړې.

یو څوک باید ولري، 

چې درته ووایي؛ لاس راوړاندې کړه، نوکان دې رسېدلي، چې لنډ یې کړم او کله چې آئینې ته ولاړ/ ولاړه سینګار کوې ورو دروړاندې شې، له لاسه دې ږمنځ واخلي، ویښته در ږمنځ کړي، په سلیقه جوړولو کې د مرستې په مهال ستا سترګو ته په مخامخ ائینه کې ګوري او د دې احساس په خاموشۍ درکوي چې زما په دې سلیقه خوښېږي.

هو، یو داسې څوک باید ولري، 

چې ژوندی موسیقي درسره په غزل ماښام اوري او تا یې په اوږه سر ور اېښی، هغه لکه بې غږه زانګو زنګېږي.

داسې څوک باید ولري، 

چې باران ورېدلی وي؛ هر لوری د ګلانو وږمې دې په حواسو منګولې لګوي، پښې او پایڅې دې پرخک لمدوې، دا دې په سترګو پټۍ ولګوي د لویي ونې لاندې دې ودروې، ډډ ته یې لغت ورواچوې او د ونې پاڼې په خپلو پلونو کې ټول کړي د باران ټول څاڅکې درباندې لکه ناوې (باران اوبو ناوه) وشیندي. 

یو څوک باید ولري چې د یو رنګ جامو او یو ذوق لرلو نه وپیژندل شئ، چې تاسو د نړۍ مې مثله جوړه یاست.

داسې څوک ولري، 

چې ستاسو د غاښونو برس، ویښتانو تېل شامپو د جامو عطر سره شریک وي.

داسې څوک باید ولري، 

چې د باران  تپ (بخار) د موټر په  ښيښه، د بخارۍ تپ د کړکۍ په ښېښه،د سیند غاړې په رېګ، په نکرېزو په خپل ورغوې، د اوبو پر مخ یا هم مخې ته پروت په هر کاغذ لاشعوره ستا نامه حکاخې کوي (لیکي) 

داسې څوک چې

د یو ځای کورنۍ؛  ډوډۍ خوړلو په دسترخوان، ستا تر څنګ یا مخامخ درته کښېنې.

یو څوک باید ولري چې، 

د سړو او ګرمو، مړو او ژوندیو اوښکو توپیر دې وکړای شي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!