یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (شپږمه برخه)


یو څوک باید ولرې؛

چې ورته په رسېدلو (خپلولو) یې ووایي، تاسره ژوند کول لکه بیا چې له سره زېږدلې یم.

هغه هم درته ووایي، ښا نو بیا خو دې زوکړه مبارک شه! … پدې سره دواړه لاسونه ترې امېل کړې او په خندا شئ…

ـ یو څوک باید ولرې؛

چې د سهار ورزش/ منډه یو ځای سره وهې، اخر کې درته ووایي، ته باید خپل وزن ته په کتو تر ما زیات دوام ورکړې، لږه شېبه وروسته د لېمو جوس او ځان پاک په لاس راشې او درته ووایي، ستاسو جزا پای ته ورسېده اغلې/ښاغلیه! د فی الحال لپاره همدومره بس دی، خولې دروچې او ګلاس په مینه درکړې…

داسې څوک؛

چې ډرایورې درزده کړې، یا هم بایسکل چلول.

یو څوک باید ولرې؛

چې د خپل اطاق په دېوال یا د خوب تخت تر څنګ په میز یې ستا انځور ایښی وي.

یو څوک باید ولرې؛

چې تاته ووایي، دا هر څه ستا د زحمتونو / همت پایله ده،حق دې دی ګلې/ګله! او ته ورته ووایې، یوازې زما د زحمتونو پایله نده، ستا د باورونو پایله هم ده!

یو څوک باید ولرې؛

چې درته ووایي؛ ژوند مونږ نه دی انتخاب کړی، دا ژوند دی چې مونږ یې انتخاب کړي یوو او د ژوند لپاره ما ته انتخاب کړې یې!

داسې څوک چې؛

په اوږه دې ورته سر ایښی، د راتلونکي بچو په هکله تصمیم نیسئ؛

ـ یو اولاد مو بس دی، هلک نجلۍ یې توپیر نه کوي!

ـ یو خو بېخي ناجایزه نده !

ـ اممم ..ښا نو دوه، یو یې ستا او بل یې هم زما.

ـ که یو ستا بل زما شي، نو ادې دادا به څه کوي؟ خیر دی یو د هغوی لپاره.

ـ منم یې درسره خو پدې شرط، چې همداسې د یو یو په ډېرولو راباندې بل د کلې لپاره ونه غواړي.. دې سره دې په تندي دې ښکل او دواړه وخاندئ…

یو څوک باید ولرې؛

چې کله لپټاپ ته ناست/ه وې مخامخ درته کېني.

ته ور وګورې، هغه د شهادت ګوته پر شونډو کېږدي او ارامه درته ووایي؛ چوپ څه مه وایه، ته دې کار وکړه زه به خاموش / ه کېنم، یوازې سترګو ته دې ګورم ستا د کار تر تمامېدو انتظار پرې لنډوم.

یو څوک باید ولرې؛

چې د نه شتون حساب درپسې ونیسي.

مثلاً ووایي، هغې/ هغۀ سره مې د اخر ځل لپاره چیټ په ۸ د مئ پنځلسمه روژه، مازدیګر په ۴:۴۶ بجې شوی و…

یو څوک باید ولرې؛

چې تاسره په موبایل باندې د خبرو لپاره په سړه څېله یا د اوړي په سره برو کې د بام سر ته وخېږي او د ساعتونو خبرو په نازک حالت کې له ځانه ناخبر ولاړ/ه پاتې د خپل ځان و پښو په حق یې تجاوز کړی وي…

داسې یو څوک؛

چې د چا له پټي درسره بادرنګ غلا یا ګني رامات کړي او د پټي خاوند درخبر شي، شور و چیغې وکړي… دا هم بادرنګ له لمنې ګذار / ګني ځای پر ځای پرېږدي تا له لاسه ونیسي او فراري منډه درکړې، تر هغه چې ساه نیولې یوې ونې لاندې پناه یوسئ، یو بل ته ښه شېبه وګورئ، بیا په کړس کړس وخاندئ او د یو و بل په غیږ کې ړنګ شئ …

یو څوک باید ولرې؛

چې کله درته وایي، ګران/ ه یې راته I Love You، مینه درسره لرم..او…

ته ورته ووایې، چې له دې هم یوه ښایسته جمله راته ووایه!؟

نو هغه درته ووایې: له دې هم ښایسته؛ ★ ته!

یو څوک باید ولرې؛

که نور هېڅوک هم عیدي (اختري) در نه کړي، دا یې د خپل وس مطابق، د اخلاص په پاکټ پوښلی او د مینې ګل پرې ټوبلی درکړې … او ته ورته ووایې، دڅیته ته نو څه اړتیا وه، زه خو څه ماشوم/ ه نه یم!؟

ځواب کې درته ووایې، لوی/ ه به دنیا ته وې، ماته زما معصومه او ماشومه، وړه مینه یې او وې به!

داسې څوک چې درته ووایي؛ لاسونه دې په صابون او اوبو وینځلې دي؟

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!