یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (نهمه برخه)


یو څوک باید ولرې،

کله چې ورته ووایې، زموږ ختمه شوه، زه تا نور پرېږدم، ” تۀ په ما شک کوي ” !

هغه دې له مټه ونیسې، سترګو کې سترګې دروګنډې او درته ووایئ؛ « نړۍ کې ډېر  داسې خلک شته، چې هم شک کوي او هم ژوند .. “که ته مې پرېږدي، شک به یې وګټي او که راسره پاتې شي، نو ژوند به وکړو”»

ـ یو څوک باید ولرې،

چې درته ووایې، پوهېږم؛ زما نه بغییر دې بل څوک نه کوي،همدا ماته راپاتې یې، دا لویه قربانې هم باید زه ورکړم.

ـ یو څوک باید ولرې،

چې د نیمې شپې ککاؤ، چاکلېتو ته دې زړه وشي، هغه دې بهر بوځي، دوکانونه بند وي، د دوکان قلف مات او ککاؤ درته د نغدو په بدل کې راغلا کړای شي…

ـ یو څوک باید ولرې، چې درته ووایې:

محترمې!  آېفون نه، خو دا د اخلاص بنګړې، دې نازکو مړوندو ته راوړلی شم.

ـ یو څو باید ولرې،

چې کله ورباندې غوسه شې، هغه معصومه څهره غوره کړي او درته ووایئ؛

که مور مې مړه نه وای، نو داسې به نه راباندې غوسه کیدلی، زړه دې څنګه  د یو یتمین په ژړولو کېږي، مور مې نشته، یتیم یم.. اوبال لرمه…!!

ـ یو څوک باید ولرې،

چې ورته ووایې، په یوه خبره نه پوهېږم؛

زه تل له تاسره جنګ کوم او تۀ تل راته خاندي. ملامته زه وم او بخښنه هم تۀ غواړي، ولې؟!!

هغه درته ووایې:

ځکه چې؛ زه نه غواړم ته خفه شې او یا دې له لاسه ورکړم.. ګني،

« ستا هره ادا جنګ دی، خو دا زه یم صبر ناکه»

ـ یو څوک باید ولرې،

چې کله یې په سینه سر ولګوي، خپل دروندوالی د هغه په مهربانه سینه حس کړې او ورته ووایې: زما د ارامګاه بالښت باندې خو به ډېر فشار نه راځي .. درد، شخوالی او یا هم ستړتیا؟

ځواب کې درته ووایې:

اې لیونۍ، « دا سینه نده، دا زرهي ده زرهي»

ـ داسې یو څوک باید ولرئ، چې ځنې خفه وې، د اختر په شپه درته ووایې: راځه چې نور« اوربند اعلان کړو» او ترڅو مې چې ونه بخښې، راپخلا نشي، نه به کالي واغوندم او نه هم ولاکه اختر وکړم…!

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!