یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (لسمه برخه)


ـ يو څوک باید ولرې،

چې باور پرې وکړئ شئ، کله چې مو پښې سُستې شي، لاس درکړي. کله چې وپرځېږي بیرته مو راپورته کړي. کله چې حوصله وبایلی، روحیه مو شي. هره خوښۍ کې مو تر څنګ وي، درسره ویې لمانځي او درد ته مو یوازې پرېنږدي. که خدای مه کړه، داسې څوک مو ونه موند، نو هڅه وکړئ چې تاسي د چا لپاره یو داسې څوک شئ! ښایې تاسي د چا په قسمت کې د هغه/هغې د ژوند د ژغورلو او نېکمرغۍ پرښته لیکل شوې اوسئ.

***

یو څوک باید ولرې،

چې د نېمې شپې یې له خوبه بیدار کړې او ورته ووایئ؛ پاڅه زما سره خبرې وکړه، زړه مې تیاره دی، زړه مې تنګ دی.

داسې څوک، چې شپه کې درته ورځ جوړه او ورځ کې درته د شپې ارامي درکړي، داسې څوک چې ورسره له خبرو کولو  پرته خوب درنشي…

***

یو څوک باید ولرې،

چې په ساعتونو ساعتونو خبرې ورسره وکړي او وروسته له خبرو دې بیا دې ته چرت خراب وي، چې دا خبره مې ونه کړه.. دا پاتې شوه او هغه خبره مې ولې ونه کړه… لا هم د بلها خبرو د مجلس کولو د نېمګړې پاتې کیدو احساس کوي.

***

یو څوک باید ولرې،

چې وروسته له ژورې مینې ورڅخه جلا شې او کله کله دومره ورپسې خفه شې، چې فیسبوک اکونټ ته یې پټ /پټه ورداخل شې.. تر سهاره یې انځورونه، پوسټونه، کمنټونه وڅارې او ځان و خپله مینه پکې ولټوي، چې ایا تۀ یې پکې یاد/ه کړې یې او که نه ؟! تاته یې څه مخاطب و لیکلي او که نه؟!  اوس هم لکه ته چې پسې خفه کېږي او دریادېږي تاپسې هم کله خفه شوی/ې او که نه هر څه فیک ؤ…؟!

***

یو څوک خو باید ولرې،

چې فرنډ درسره نه وي، په پټه لکه غل دې اکونټ چک کولو ته راشي او په تیروتنه کې یو څه ځنې لایک او ته پرې لکه د کور څېښتن بیدار شې…

***

یو څوک باید ولرې، 

چې له امارته جمهوریت ته فرار درکړي.!!

داسې یوه جونګړه در جوړه کړي، چې یو دهلېز یوه اشپزخانه ولري، د دهلېز کړکړۍ لورې یو بالکون ولري، چې ګرد چاپیره یې وړې وړې ستا د خوښې په ګلدانیو ښکلې شوې هر سهار اوبه کړي. نسبت وړه چمن لرونکي حویلۍ ولري، دوه ونو تر منځ یو ټال، چمن کې یو میز و څلور کړبوني چوکۍ پرتي وي.

یوه د خوب کوټه،پکې دننه یوه وړه کتابخانه، د کتابخانې په دېوالونو « د ولسمشر”غني ” او ځینې تاریخې څهرو لوی و واړه انځورونه ځړېدلي او کتابخانې د څراغونو خرمایي رڼا ښکلا ورکړي وي، د مطالعې په مېز ښېښه کې کلاسېکه شمع بله، درې رنګه بیرغ او تر څنګه یې ستا موبایل چې پوخ یې هم د ولسمشر غني انځور چې بګراونډ یې ملي درې رنګه بیرغ وي ایښئ وي.  وړه دنیا دې لکه لوی جمهوریت احساس درکړي،چې د تور و سپین رنګ له سیوري ځان خوندي پکې احساس کړي..

***

یو څوک خو باید ولرې،

چې په غمونو کې درسره زړه، خوښۍ کې درسره خوبونه، غریبۍ کې درسره جېب نېم، سوړ ژمې کې درسره آیسکریم ، جلال اباد ګرمۍ کې درسره ترخې و ګرمي سمبوسي او په امارتي نظام کې درسره واښۀ وخوري😊

جیں… افغانستان🇦🇫✌️🌾

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!