یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (دولسمه برخه)

یو څوک باید ولرې

کله چې دې ماضي یا ظاهرې نېمګړتیا،د خلکو پیغرونه ځوروې درته ووایې؛ 

د ځینو اړېکو ماضي وي، اینده نه!!

داسې څوک،

کله چې په کومه اړېکه/موضوع کې غلطه/ غلط ثابت شې درته ووایي،

ستا د خبرو مطلب ته باید ونه کتلي شي، ستا د خبرو جذباتو ته باید وکتلی شي، باید حس شي. ځکه احساسات اوریدل کېږي نه، حس کېږي،درک کېږي!!

***

یو څوک باید ولرې،

چې ځنې وپوښتې؛  وېښته لنډ پرېږدم که اوږده، یا کوم طرف یې واړوم؟ 

کوم رنګ جامې واغوندم، لنډې اوږدې، چسپي، پراخې او که..؟

زه نن څنګه ښکارم؟

ـ هغه درته ووایي، ماته دا هر څه بې معنا دي، ستا شتون پخپله یو جنت دی او په جنت کې د هېڅ کمی نه وي، خو ستا دا پوښتنې کول ماته پر باندې ستا حق او پر تا باندې زما د حق درلودلو یو ښکلی احساس او انرژي ضرور راکوي چې ما ستا لپاره په بیا..بیا ځلې ځوانوې…

****

یو څوک باید ولرې

چې یو څو د ډاډ خبرې درته وکړي.

مثلاً درته ووایي،

کله چې ژوند ته هېڅ مصقد ونه لرې، نو ژوند باید خپل مقصد وګرځوې! 

ورځ که د هر چا وي، شپه ستا ده، د شپې له تیارو ګټه واخله!

داسې څوک چې درته ووایي،

د ناهېلۍ لمن پرېږده. ترڅو چې د خپلې درونې نړۍ راونه وزي، بهر نړۍ نشي لیدلی.

***

یو څوک باید ولرې،

چې درته ووایي؛

ته د پیسې، شکل و صورت نه پرته هم ته یو څوک یئ!

که پیسه، شکل و صورت نه لري،خو فکر او استعدا فوق العاده لري.

مه هېروه، هغه چا چې ته پیدا کړې/ی یې، فکر یې ضرور درباندې کړئ دی.

داسې څوک،

کله چې په کومه انټرویو/د ژوند په امتحان کې ناکام شې درته ووایي؛

مه هېروه، هر څوک تاسي یوازې په واسطه و پیسه/ شکل و صورت نه انتخابوې؛شته داسې د عقل خاوندان چې تاسي په خپلې پوهي انتخابوې نه په شکل و صورت. دا نو بیا هغه انتخاب دی چې منفي او لنډه مهالي نه دی!

ـ داسې څوک چې درته ووایي،

د نورو په څېر کېدلو فکر له ذهنه وباسه، تاسي چې څنګه یاست، ښکلې او د قسمت والا یاست، د خلکو نه د خپل ځان په خوښه او له ځانه خوښ اوسه!!

****

یو څوک باید ولرې،

کله چې آئینې ته ودرېږي در په یاد او هغه په خپل ځان او ځان د هغه په نظر کې وویني!

داسې څوک،

کله چې هم کومه سیلېفې باسي لومړی یې، هغه/ هغې ته واستوي بلکې هر انځور چې باسي د هغه/ ې لپاره وي.

داسې څوک،

چې د نېمګړې انځور په لیدو یې بشپړ سکون ومومي..

داسې څوک چې له انځور سره یې خبرې وکړي، په سینه یې کېږدي او خوب دې یوسي، سهار یې انځور تر بالښت لاندې پټ ویده کړي. 

****

یو څوک باید ولرې

کله چې ورته ووایي، “زه ښۀ یم”

هغه درته ووایي، دا تمثیل دې بیا وروسته وکړه. اوس دې نو ستونزه راته ووايه، تر څو فکر پرې وکړم چې زه څه مرسته درسره کولای شم.

****

یو څوک باید ولرې،

چې کله درته ګوري، لکه معجزې ته چې ګوري.

داسې څوک،

چې ته یې د الفاظو ساه، د ژوند رنګونه او د شپو خوبونه وې!

داسې څوک،

چې درته ووایي، پوهېږم هېڅوک د چا ملکیت نه دی، خو بیا هم زه غواړم چې؛  “تۀ یوازې زما اوسي “!

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!