مونږ چې بې جانانه یو نو ځکه یو
نه چې د ښایست په خاطر شوی وي
هسې به دې څوک په نظر شوی وي
زړه مې د یو چا په لیدو ودرزید
شاید په یو چا یې باور شوی وي
ْستا چې څو د مینې رارسیږي لاس
زړه به مې له سترګو بهر شوی وي
یاره چې دروګورم غورځېږمه
دا به په ما څنګه اثر شوی وي
مونږ چې بې جانانه یو نو ځکه یو
چرته چې هم ښکلی وي جر شوی وي