ژوند او بریالیکنې

بریالي ژوند کیلې


ـــ ـــ ـــ ــ ـــــ ـــ

زموږ د ټولنې یو بد دستور او سوءتفاهم د نجونو په اړه دا دی، چې د هرې ستونزې پړه په نجلۍ او د نجلۍ په پلارګنۍ وراچول کېږي، چې ګوندي سیې روزنه یې نده کړي. دا ورته نه دي ښودل شوي، چې خسرګنۍ سره څرنګه تعامل وشي.

برعکس نجلۍ ته تل دا غوږوالۍ غوږ کې اچول کېږي، چې ” پردۍ ډوډۍ ازغې لري!” د بل کور د دادا د کور په څېر د پاچاهۍ تخت نه وي.. ځان قوي اموخته کړئ، د هرې سختې ازموینې لپاره باید چمتو ووسئ، د هر درد و غم زغم زده کړئ!
که هر څومره سخته درباندې راشي اه مه باسئ، هماغه مو د ابد کور دی، بخت مو دی، که له دې بخته ولوئېدی د ژوند له تخته ولوئېدی.
نجلۍ د پلار د کوره په ژوند وځي او په مرګ راځي.او دیته ورته ناسمې روزنې خو ورکول کېږي، چې نتیجه یې هم سمه نه وي.

دا زموږ د ټولنې یو روڼ حقیقت ضرور دی، خو واقعیت داسې نه دی!!
کله چې کوم چاپیریال یو چا تجربه کړئ نه وي د تعامل تجربه به څرنګه ورسره ولري؟

مثلاً
“کله چې یو (بوټی) له یو ځای څخه بل ځای کې کښېنول او بیا ځای زرغونېږي، نو دا د بوټي کمال نه وي، بلکې د هغې خاورې کمال وي چې دا په خپل ځان کې جذبوي او ریښو ته یې لاره ورکوي.

د انجونو سره هم همداسې کېږي …
کومې چې په تیرو وختونو کې د الله د رحمت پرځای یو زحمت ګڼل کیدي، چې اوس هم لا په ډیری سېمو کې همداسې ګڼل کېږي.

کله چې یوه نجلۍ د خُسر کور ته ځي، نو دا د هغه ځای د چاپیریال سره د سمون (ځان جوړونې) لپاره وخت غواړي، چې هلته سمؤن ومومي،او ترڅو چې یې سمؤون نه وي موندلی، تر هغه وخته به په ​​ستونزو کې ښکېل وې …

ځمکه چې څومره نرمه او پسته وي، همغومره ژر یې ریښې خورېږي او ځای پکې مومي،خو که چیرته ځمکه پخپله ډبرېینه او کلکه وي، نو د ټول عمر په تیرېدو که څه هم خپل رنګ او روغن له لاسه ورکړي، خو بیا به نه رېښې وغځولی شي او نه به هم زرغونه شي.

هو، د ریښو په ښخولو/غځؤلو کې ښځه هېڅ لاس نلري .. خبره ټوله د ملتیا ده، چې د هغې خُسرګنۍ او بخصوص میړه یې ورسره کوي.

کله چې د هغې میړه هغې ته خپل ځای، مور او د کورنۍ بل هر غړي ته د هغې خپل ځای ورپیژندلی (معلوم) کړی وي،نو د اړیکې هره ریښه به په خپل ځای قوي وي.

دا مثال کوچنی ضرور دی … خو د بریالي ژوند کیلې همدا ده …

غور پرې حتمن وکړئ!

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!