که کله په سل مرض اخته شوم
که کله په سل مرض اخته شوم
او یا هم سرطان د کټ بندیوانه کړلم
پوهېږم، چې نه به مې د ښایست نشه وي
نه د زړه زور او نه هم د ښځمنې مستۍ جذبه چې په تا د هوس پیریان راولي.
پوهېږم، چې ستا ستومانه وجود به
د یوې مستي پیغلې د قلمې ګوتو مساژ، د خماري شونډو شرابو پسې
د ګڼو پیغلو د مرمرینو حورو تر جنته د عیش و ارام بستر ته ورولي.
تاته اجازه ده، تۀ ورځه!
دا ستا د هغه وحشي بدن خواړه دي؛ چې ما په من و سلوا اموخته کړی دی..خو که زما وروستی هېله پوره کول غواړي؟!
ماته به زما د ژوند ترټولو د خوږو دروغو پۀ جام کې د ژمنتیا زمزم د زنکدن په مهال راغړوپوې، له هغو ښایسته و خوږو وهمونو جوړ زمزم چې ګوندي؛ ته اوس هم زما د ختلو هډو پنجرې، د کړغېړن پوستکي، ګنجې سر، بټو راوتلو سترګو سر بیره مینه راسره لري.. لا هم راته ژمن یې.
پوهېږم،
له دوا و دعا به مې عاجز وې، درد به راڅخه اخیستی نشي،خو ما د تسلۍ په غیږ کې نیولی شي، په سر مې ښکلولی شي،
یوۀ سندره، یوۀ خوږه و ارامه سندره راته په پستو شونډو زمزمه کولای شې.. او د څو ثانیو لپاره مې د ډاډ په زانګو کې زنګولی شي،
د هېلې دا للۍ للو راته ویلی شي چې؛
“زه درسر تر مرګه مینه لرم، حتی له مرګه وروسته به ستا ‘ارواه ‘ ته هم ژمن پاتې وم او ستا په یادونو به تل پایم …”
غواړم، بلې نړۍ ته دې د مینې یو ښکلی او ژمن انځور له ځانه سره یوسم.. ترڅو ستا د راتللو د انتظار شېبې پرې لنډې کړم…