نثر

د ژوند نا انصافي او د مرګ عدالت

تا کله داسې شپه تجربه کړې، چې تر سهاره دې په وېښه اړخونه بدلولو تېره کړې او خوب نه وي درغلی؟
تا کله د هغه یو مسج، هغه کوچني مسج تمه له چا درلودلي، چې یوازې دومره درته ولیکي ” نن مې له یاده نه یې وتلی!
یا هم
” تۀ راته ډېر ګران یې “؟!

تا د انتظار هغه شېبې لیدلي،
تا کله .. په تیارو کې خپل ورک سیورې پسې مزل کړئ او لټولی دې دی؟!
تا کله د هغه په ملا کوپ سپین ږیرې سوالګر د ژوند په پسمنظر؛ نامي ځوانی او همدا کوپه ملا چې یو وخت به یې د نن جټو اولادونو لپاره ځنې عقاب اس جوړاوه په ځمکه ګونډې وهلي او دوی ته پرې سپرلي ورکوله، نن ولې په کوڅو کې خیرات غواړي؟ فکر کړئ دی؟!

تا… کله هم خپله شمېره، د کور کوڅه غلطه کړې یا هم بې چُرته څو قدمه له خپلې دروازې وړاندې تللی او د بل چا د وره مخ ته درېدلی یې؟

تۀ،کله په مور غوسه شوی، غږ دې پرې لوړ شوی او بیا هغه وروستی پښېمانې و ندامت دې تجربه کړئ دی؟
کله دې کوم ماشوم د خپلې سودا د سود په نشه کې د خپل دروني جنګ د شدت په څپېړه وهلی او بیا دې پدې جرم د وجدان په محکمه کې ځان محکوم کړئ دی؟!

او ستا کله زړه دومره غمجن شوی ” لکه د ځوانې کونډې زلفې “؟!

ماته #ژوند دغه ټول زهر راکړي دي! خو #مرګ بیا هم په بې رحمه قمچین په پښو وهلې، په ګونډو کړې یم، په بیا بیا یې له پښو غورځولي او د ژوندیو مړو په کتار کې یې سمه نېغه د سؤزنده تېز لمر وړانګو لاندې خپل نوبت ته درولې یم.
په کرکجن نظر یې راکتلي او تل یې راته دغه یوه جمله تکراري ویلي:
“بې حوصلې او بې انصاف انسانه!
‘زه بې عدالته نه یم!”

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!