خپله خپله برخه کریکټر لوبئ او پاتې نور هیر کړئ!
- یو سړي د ساحل په غاړه قدم واهه، له لېرې یې ولیدل چې یو څوک ټیټېږي، یو څه له ځمکې راپورته کوي او بحر ته یې غورځوي *
کله چې ورنږدې شو، نو ګوري چې په زرهاو کبان د ساحل په غاړه شګو کې پراته دي پړتنکي وهي، ښایې کومې لویې څپې دوی له بحر څخه شګو ته راباسلي وي، چې نوموړی سړی هڅه کوي دا کبان بیرته بحر ته غورځوي او ژوند یې ژغوري.
ده د دې سړي په حماقت وخندل او په خندا یې ورته وویل:
څه توپیر کوي ، په زرهاو کبونه دي ، تاسې به نو له دې څخه کوم کوم او څومره وژغورلی شئ … ؟
د دې په اوریدو سړی ټیټ شو ، یو ځوریدلی کب یې له ځمکې راپورته او بحر ته یې وغورځاوه. کب ژر په تېزی سره اوبو کې غوټه وخوړه او ښکته شو، بیا هغه په آرامۍ سره له دې بل وپوښتل: ” څه توپیر یې وکړ … ؟؟”
ـ دا کیسه موږ ته راښیې، چې زموږ په کوچنی یا لږو هڅو سره ممکن عمومي وضعیت بدلون ونه مومي، خو د یو چا لپاره خورا ګټور کیدی شي.
نو لهذا خپل زړه لوی لرئ؛ د خپل ځواک، دریځ او حیثیت سره سم “ښه” کوئ ، پدې اړه اندیښنه او فکر مه کوئ، چې ستاسو هڅې به په ټولنه کې څومره بدلون راولي؟
بلکې پرځای یې دا فکر وکړئ؛ چې تاسې د خپلې برخې حق (هڅه/ښه) څومره په منظم ډول ترسره کړي دي یا یې ترسره کولای شئ؟! .
ـ د الله تعالی د مخلوق سره مرسته وکړئ … که یې نشئ کولای، حدالقل هغه څوک چې یې د کولو هڅه کوي، ” د انتقاد پرځای یې وهڅوئ (تشویق یې کړئ نه تنقید) “.
ـ په هغه چا شک مه کوئ، چې د مرستې غوښتنه درځنې کوي، ولو که دروغ هم وایې؛ بلکې پدې نیت ورسره مرسته وکړئ، چې الله تعالی په ملیونونو خلکو کې تاسې د مرستې لپاره غوره کړی یاست، چې د ده په زړه/ کې یې د مرستې لپاره ته وروستی یې!! .
که نه نو الله تعالی کولی شي، چې دا کار د بل چا په واسطه ترسره کړي!! .