ژباړې

ته په ماکې چا ژوندۍ ساتلې یې؟

تر پرون پورې مې فکر کاوه،چې له ما څخه د جلا کېدو دې یو کال تېر شو، خو نن مې چې فکر و غور کاوه؛ یو نه دوه کاله تېر شول. زه د تاریخ په لحاظ داسې یم، چې د هېچا له زوکړې خبر نه یم پرته له خپله ځانه.

ته په ماکې چا ژوندۍ ساتلې یې؟
جذبې، تجسس یا هم یاد؟ او که دې درې واړو؟!
زما د روح له آرامتیا څخه داسې ښکاري چې ته هم ما یادوې، او تر اوسه ستا په فکر کې ټپي یم، خو ژوندی یم.

دومره مې په یاد دي، چې ستا سره تړلي د حافظې وړې وړې خاطرې مې لا هم په یاد دي؛ هغه برنډه چې تاته به مې زنګ وهلو او اوږدې خبرې به مو کولي، هغه دوه په زړه پورې شپې چې تاسره په خبرو کې راباندې سهار شوي وي؛ اوس هم کله چې سهار سترګې پرانیزم، نو ته مې سترګو ته ولاړه یې، ستا خوبؤلي سترګې مې سترګو ته کېږي، هغه ټول ناولونه او هغه د “شکسپیر” ..هاملیټ چې زموږ د دواړو نه خوښېده.
اوس هر کتاب له لوستلو وروسته خوندي ساتم، پخوا به مې تاته په ویلو خوندي ساتلو، اوس یې همداسې چاته نه ډالۍ کوم، بس له ځانه سره یې ساتم، تر څو خپل وصیت کې ولیکم، چې زما له مرګ وروسته دا ټول کتابونه تاته درولیږل شي…

ـ د ژمي په شپو کې نور څه وي،یوازې د یادونو شېبې اوږدیږي.
که ته راشې، نو زه به هم د کوم موسم نه خوند واخیستلی شم او د وخت په ارزښت به پوه شم. اوس نو راته د موسم بدلون، د وخت ټاکل او ارزښت هېڅ توپیر و کومه معنا نلري.

ـ پخوا به مې هره ورځ ستا لپاره لیکل، اوس خو کلمې هم کمزورې، بې وسه او بې ساه شوې دي.
په دې الفاظو نه ستا یاد هېرېدای شي او نه هم بیانېدلی شي، نه ستا ښکلا انځورولای شي، نه هم ستا د خبرو خوږلت ورکولای شي.
تا زه ډېر ښه پیژندلم، شاید بېخي ډېر ، شاید تر ټولو ډېر … ښه…

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!