درِ نجات
«درِ نجات»؛ کله چې توبه یوازې د ځان لپاره وي، خو قضاوت د بل لپاره.
د پوهنتون په وخت کې زموږ د کور بوټو څه مرض کړی و. له دوو ټولګیوالو سره د کرنې ریاست ته لاړم، چې د بوټو لپاره دوا واخلم؛ خو هلته د زراعت يو ډاکټر سره په خبرو کې دومره ډېرې پوښتنې راته پیدا شوې چې کتابچه مې پسې را وایسته او یادښتونه مې اخیستل. ټولګیوالو مې وخندل راته يې کړل: «ته دوا پسې راغلې یې که درس ته؟» ما ورته وویل: که د زده کړې فرصت وي، باید ترې استفاده وشي هغه که د هر څه او هر ځای وي، ولو که مسلک دې هم نه وي.
زما لپاره زده کړه یوازې په ښوونځي، پوهنتون او کتابونو کې نه ده. له ورځني ژوند، خلکو، تجربو، فلمونو، ډرامو، سریالونو، انیمېشنونو، شعرونو او موسیقۍ هم ډېر څه زده کېدای شي. زه هم فلم یا ډرامه یوازې د ساعتېرۍ لپاره نه ګورم؛ هڅه کوم د هغې تر شا پیغام، د انسان چلند او د ژوند حقیقتونه هم ووینم.
همدا وجه ده، چې ډېر کله د فلمونو او ډرامو په اړه لیکم؛ په دې نه چې زه یوازې د ډرامو مینهواله یم، بلکې فکر کوم هنر هم د زده کړې یوه وسیله ده.
نن مې بیا غوښتل د یوې ښځینه لیکوالې، “عمیره احمد”، د لیکوالۍ په اړه وغږېږم. په ځوان نسل کې د دې قلم عالي دی. دې چې څومره نثر ، داستان او ناولونه ليکلي يو شور يې پورته کړی او زښت ستايل شوي دي. د یوې ښځې په توګه د ښځو احساسات، تېروتنې، ستونزې او د ژوند پټې خواوې په ډېر ښه ډول انځوروي او د ښځې له روح غږېږي.
د دې «آپ کی عزت» (چې مخکې مې پرې ليکل کړي ؤ) او «درِ نجات» دواړه ډرامې يې همدا اوس ډېر لیدونکي لري او ښه مخ په پورته روانې دي؛ نو دې دواړو ډرامو ته په کتو د هغې لیکوالۍ هم راته د توجه وړ ده.
«آپ کی عزت» تر ډېره د ښځې د عزت، درناوي، بلې مېرمنې يا بن، اړیکو او ټولنیزو فشارونو خبره کوي؛ خو «درِ نجات» بیا موږ د ګناه، توبې، دین، هدایت، مینې، ماضي او د انسان د قضاوت تر منځ یوې بلې پوښتنې ته بيايي: ایا د توبې حق یوازې یوه انسان ته دی، که د هر انسان؟
دلته يې هم د يوې ښځې په کردار او ايمان زبردسته ډرامه ليکلي ده.
په ډرامه کې زامل او زریاب له واده مخکې داسې نامشروع اړیکه لري، چې ګناه ده. وروسته زامل دین ته ورګرځي، توبه اوباسي،او بيا د زرياب سره تير شوی وخت ورته د منلو وړ نه وي. هغه داسې ښځه غواړي چې باحجابه او پرده کوي، له نامحرمو سره يې نه وي لیدلي او هېڅ «تېر/بد ماضي» ونه لري.
زرياب ډېرې زارۍ ورته کوي، چې ته که هر څه وايي او هر رنګه مې غواړې زه به هماغسې شم، حجاب او پرده به کوم، د کور مېرمن به شم، بهر به نه وځم، له نامحرمو سره به نه ګورم . زامل ته وايي، چې هر څه مې کړي تا راسره کړي، خو زامل ورته وايي، چې تا په خپله خوښه راسره کړي، ما مجبوره کړې نه وې او اوس مې توبه ويستي ده او تا نه غواړم.
زریاب ورته وایي: «ایا توبه یوازې د نارینهوو لپاره ده؟ ښځې توبه نه شي ایستلی؟»
همدا ځای راته د ډرامې له مهمو پوښتنو څخه ښکاري: که یو انسان خپله تېروتنه ومني او له هغې راوګرځي، ولې د بل انسان تېر وخت د هغه د قضاوت لپاره معیار ګرځي؟ بخصوص کله چې يو نارينه د يوې ښځې سره په يو عمل او ګناه شريک وي، نارينه پاک او بخښل کيدای شي، توبه يې هم قبلېږي، خو ښځه د ژوند تر پايه هماغسې ګنهګاره او په بدکرداره ګڼل کېږي. که خدای يې توبه قبوله او وبخښې هم نو زمانه يې نه بخښې.
لا جالبه يې دا ده، چې زامل وروسته له هغې ښځې (حمنا) سره واده کوي، چې دی یې د یوې پاکې او دیندارې نجلۍ په توګه ویني؛ خو حمنا هم دغسې د ماضي یوه کیسه لري. یعنې هغه «پاکوالی» چې زامل یې په بل انسان کې لټوي، د انسانانو د واقعي ژوند له دومره ساده نه دی.
په ټوله کې ، مکافات عمل دی لکه
﴿وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ﴾
بل ماته يې هغه وينا رایاده کړه چې ؛ «کوم څوک چې د خپلې معشوقې سره واده و نه کړي، هغه بيا د بل چا له معشوقې سره واده کوي.» او دا کوم نارينه چې خپله ورسره په اړېکه کې محبوبه پرېږدي او بله محجوبه او باکرداره مېرمن غواړي، دوی څه پوهېږي، چې پاکي او پاکيزګي په څه کې ده، لکه موږ چې د اوو کوټو دننه د زلیخا مثال ورکوو؟!
- وروسته ابوبکر د زرياب ژوند ته راځي، زامل د زرياب په ژوند بربادولو بدکرداره کولو او بيا پرېښودلو بسنه نه کوي او هڅه کوي د هغې واده خراب کړي. حتی د هغې د تېر وخت عکسونه ابوبکر ته استوي، څو هغه له واده منصرف شي.
خو د ابوبکر دریځ د ټولې کیسې یوه مهمه نقطه ده: د هغه لپاره د زریاب تېر وخت نه، بلکې اوسنی حالت مهم دی. هغه له زاميل څخه پوښتي: که هغه ستا پخوانۍ ملګرې وه، نو اوس د هغې د ژوند په اړه د پرېکړې حق له کومه کوې؟ او حال دا چې ته هم په هماغه ګناه کې ورسره شریک وې، نو ولې اوس د هغې تېروتنه د هغې پر وړاندې د تور او بدکردارۍ په توګه کاروې؟
دلته ډرامه یوازې د مینې مثلث نه دی؛ د دین د سم او ناسم فهم، توبې، دوهګوني معیار، د ښځې د تېر وخت، او د انسان د قضاوت خبره هم کوي.
او شاید تر ټولو مهمه پوښتنه یې دا وي: ایا موږ دین د خپل ځان د اصلاح لپاره کاروو، که د نورو د قضاوت لپاره؟
- نو همدا وجه ده، چې زه ځينې وخت د ډرامو، فلمونو، کتابونو او نورو هنري اثارو په اړه لیکم؛ غواړم که څوک د داسې اثر په لټه کې وي، چې یوازې ساعتېري نه ، بلکې د فکر او زده کړې لپاره هم څه ولري، نو یو انتخاب بايد موجود وي.
که تاسو هم داسې کومه ډرامه، فلم، کتاب، شعر یا سندره پېژنئ، چې د ژوند کوم ژور، راز،حقیقت او تجربه یې ښه روښانه کړي وي، راسره یې شریک کړئ.
