آپ کی عزت
«آپ کی عزت»؛ کله چې ښځه د مینې نه، د احترام و عزت تږې شي
” عمیره احمد” بیا هم ثابته کړه چې لوی دردونه تل په لویو پېښو کې نه وي؛ کله ناکله د یوې هېرې شوې کلیزې، د یوې بېپروایۍ، د یوې سپکې جملې او یا د یوې نه اورېدلې خبرې تر شا پټ وي.
د ډرامې تر ټولو قوي ټکی زما په اند دا دی، چې د ښځې درد یوازې په دویم واده کې نه راټولوي، بلکې په هغو کوچنیو بدلونونو کې یې راښيي چې ورو ورو یوه اړیکه له منځه وړي.
د «آپ کی عزت» په پیل کې یو سړی وینو چې خپله مېرمن د خپل خدمت لپاره نه غواړي. ورته وایي: “زه خپل لاسونه لرم، خپل کارونه پخپله کولای شم، ته زما د کارونو لپاره نه یې.” همدا سړی وروسته هغه مېرمنه، چې څوارلس کاله یې د غریبۍ هره سخته ورځ ورسره تېره کړې، ورو ورو د خپل ژوند له لومړیتوبونو وباسي. په دې نه چې ښځه بدله شوې، بلکې په دې، چې د سړي دنیا بدله شوې ده.
ډرامه ډېر ښکلی توپیر راښيي؛ د غریبۍ پر مهال ښځه د ژوند ملګرې وي، خو د شتمنۍ، سیاست او مقام له راتګ سره، هماغه ښځه خواښې،ميړه او اولادونو ته ناڅاپه ساده، کلیواله او نالوستې ښکاري. هغه ښځه چې په سختو ورځو کې یې لاس نیولی و، اوس د سیاسي مجلسونو او ټولنیز مقام لپاره کافي نه ګڼل کېږي. داسې انګېرل کېږي چې اوس باید د هغې پر ځای یوه ښکلې، لوستې او د ټولنیزو محفلونو مناسبه ښځه د ژوند ملګرې شي.
همدلته ډرامه یوه ترخه پوښتنه راپورته کوي: ایا ځینې نارینه د ژوند د سختیو لپاره یوه ښځه غواړي، او د بریا او شهرت لپاره بله؟
تر ټولو دردونکې خبره دا ده، چې ښځه د شتمنۍ تږې نه ده، د پام، درناوي او ارزښت تږې ده. همدا لامل دی چې کله یې خپل مېړه له هغې مخ اړوي، نو یو عادي سبزي پلورونکی، چې یوازې په درناوي ورسره خبرې کوي، د هغې لپاره د سکون احساس پیدا کوي. ځکه انسان تل پیسو ته نه، بلکې هغه ځای ته مایلېږي، چې هلته یې شخصیت ته ارزښت ورکول کېږي.
ډرامه یو بل تريخ حقیقت هم رابرسېره کوي. هغه مور او لوڼې (خواښې او ايندريانې) چې د خپلې پخوانۍ غریبۍ یادونه کوي، وایي: “له هغې تنګدستۍ اوس هم وېرېږو.” خو هماغه ساده او کلیواله ښځه په یوه جمله ټول چوپوي:
“زه له غریبۍ نه، له شتمنۍ وېرېږم.”
دا یوازې یوه جمله نه ده؛ د ټولې کیسې روح دی.
ځکه غریبي یې کور نه و ټوټه کړی، شتمنۍ ټوټه کړ. غریبي یې مینه نه وه وژلې، شتمنۍ ووژله. غریبي یې عزت نه و ځنې اخیستی، شتمنۍ ترې احترام و عزت واخیست.
ډرامه یوازې د مېړه او مېرمنې اړیکه نه تحلیلوي، بلکې زموږ د ټولنې ځینې ژور دودونه هم تر پوښتنې لاندې راولي. هغه خواښې، چې خپله يوه ښځه ده، د خپل زوی دویم واده عادي ګڼي،
او هغه اولادونه چې د مور په غېږ کې لوی شوي وي، یوه ورځ د هغې له سادهګۍ او په کلیوالتوب شرمېږي.
په سیاسي مجلسونو کې ځینې کسان په تمسخر خپلې لومړۍ مېرمنې یوازې د کور، ماشومانو او پخلنځي د ښځو په توګه یادوي، نه د ژوند د شریکانو په توګه. داسې ښکاري لکه د ښځې ټولې قربانۍ یوازې یوه وظیفه وه، نه مینه او وفاداري.
حتی د مور او لور ترمنځ د نسلونو د فکر اختلاف هم په ډېر ظرافت انځور شوی دی. مور د خپلې لور د خوندیتوب اندېښنه لري، خو پلار او لور یې دا اندېښنه د زړې زمانې فکر او وروسته پاتې والی ګڼي. ډرامه دلته هم یو مهم بحث راپورته کوي: ایا عصري کېدل د ارزښتونو پرېښودل دي، که د ازادۍ او مسؤلیت ترمنځ توازن؟
همدا د “عمیره احمد” د قلم ځواک دی؛ د شعارونو پر ځای، د کورنيو هغه خاموش دردونه لیکي، چې زموږ په ټولنه کې هره ورځ تکرارېږي، خو ډېر لږ څوک یې په لوړ غږ یادوي.
که د داسې کیسو مینهوال یاست، چې له ختمېدو وروسته هم ذهن بوخت وساتي، که غواړئ د ښځې د قربانۍ، د مینې د بدلون، د باور د ماتېدو او زموږ د ټولنې د رښتیني انځور یوه ژوره کیسه ووینئ، نو «آپ کی عزت» حتماً وګورئ.
ځکه ځینې ډرامې یوازې لیدل کېږي، خو ځینې انسان د خپل ژوند، خپلو اړیکو او خپل چلند په اړه فکر کولو ته اړ باسي. «آپ کی عزت» تر اوسه له هماغو ډرامو څخه ده.
