ژباړې

چارلي چاپلین وايي:

زه چې کوچنی وم له پلار سره د سرکس لیدو ته لاړم، د ټکټونو اخیستلو لپاره په اوږده لیکه کې ولاړ ؤو، زموږ  مخکې یوه کورنۍ وه؛شپږ اولادونه،  مور او پلار ، چې له یوې غریبې کورنۍ څخه وو، جامې یې زړې خو پاکې وې.

بچو یې د سرکس په اړه خبرې کولي، ډېر خوشاله ښکارېدل، کله چې د دوی وار راغی، پلار یې کړکۍ ته د ټکټ اخیستو لپاره ورغی او د ټکټ قیمت یې ترې وپوښت، بیا یې د مېرمنې په غوږ کې یو څه وویل، په مخ یې خجالت او خپګان ښکاره کېدۀ.

بیا مې وکتل، چې بابا له جیب څخه شل ډالر راوویستل او پر ځمکه یې وغورځول، د سړي پر اوږه یې لاس کېښود او ویې ویل: ستا پیسې لوئېدلې…!!

بابا ته يې وکتل (په سترګو کې يې اوښکې راغلې) او ويې ويل: ډېره مننه…!!

کله چې دوی د سرکس لیدو لپاره لاړل، نو بابا زه تر لاس ونیولم او موږ راستانه شو؛ ځکه له بابا سره یوازې همدا شل ډالر وو چې دې سړي ته یې ورکړل…!!

له هماغې ورځې څخه زه په خپل پلار ویاړم، هغه زما د ژوند تر ټولو خوږه صحنه وه، حتی له هغه سرکس څخه هم ډېره ګرانه، چې ما هېڅکله نه وه لیدلې.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!