نظم

ایا تۀ د “انت الحیات” په معنی پوهېږي؟

مانا دا چې “تۀ زما ژوند یې “.
پوهېږې چې “ژوند” څه ته وایي؟؟؟
ـ ساه اخیستلو ته؟
ـ “نۀ”.
ژوندي اوسیدلو ته؟؟
ـ “نۀ”..
ستا غږ ته،
ستا دیدن ته
تاته ژوند ویل کېږي.
تۀ “انت الحیات” یې!!
نو اوس زما د اوږده عمر لپاره دعا وکړه!
او پوهېږي چې عمر په څه اوږدېږي؟؟؟
کله چې ملګرې ولرې.
ستا ملګرتیا زما د اوږد عمر لامل ده.
لږ په ځان پام کوه،
ځکه؛ چې زه لا تر اوسه ځوان یم.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!