ودرې مه ځه …
نه میدان ګوري نه لواړې
دا چې تل وهي رمباړې
او د ښځو حقوق غواړي
په دې مخ ورتو کړې لاړې
د دوی زړه خوسا ډنډونه
ته خوسا به په دې ویاړې
د دوی سترګې دې کاسیرې
د زړه خونې یې ویجاړې
ښځه پاکه فرښته ده
تی صابون شامپو ته غواړې
ته روان یې ترکستان ته
ته سجدې کړې په ولاړې
ستا له سترګو شهوت څاڅې
تا نیولي چینګې داړې
مهر راشه ښه یې سپک کړه
ودري مه ځه چېرته لاړې