لیکنېنثرنقلِ قول

ښځه تهذيب دی!

تاریخ راته وایي چې انسانانو تهذیب له نارینه خدایانو (دیوتاؤ) څخه نه بلکې له ښځینه خدایانو (دیویو) څخه زده کړی.

هندو مذهب وایي، چې سرسوتي نومې ښځینه آلهې هغوی ته د حروفو علم ورزده کړی.

اروپایان په دې باور دي چې Brigid نومې آلهې انسانانو ته لیک لوست ورزده کړی.

د لرغوني بابل په ادبیاتو کې راغلي چې انسانانو لیکل له Nidaba نومې آلهې څخه زده کړل.

د بابل بل ادبي روایت دا دی؛ چې د زراعت د علم مرکز Ninlil نومې آلهه ده.

اروپا کې عقل او هوښيارتیا بخښونکې آلهه Cerridwen نومېده.

د یونانیانو په عقیده، Gaia د حکمت آلهه ده او قوانین Deneter نومې آلهې ورزده کړي.

مصریان په دې باور وو، چې Isis د قوانینو آلهه ده او Maat آلهې د کائناتو توازن ساتلی.

لرغوني بابل کې Ishtar آلهه د خلکو د ژوند مسئوله ګڼل کېده.

او د یهودیت ژوند د Ashtoreth آلهې تر څارنې لاندې و.

نو زما خوږې!
ما مینه له تا زده کړې.

له “When God was a Woman” نومې کتاب څخه په نقل

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!