لیکنې

ډاکټره عارفه سید زهرا

په لوړ غږ هغه څوک خبرې کوي، چې دلیل یې کمزوری وي، او د چا دلیل چې پیاوړی وي، د غږ لوړولو ته اړتیا نه لري. که غواړئ یو څه لوړ کړئ، نو دلیل مو پیاوړی کړئ، نه مو غږ

څو ورځې مخکې د ډاکټرې عارفه سید زهرا لومړۍ تلین وه. نوموړې د اردو ژبې او ادبیاتو په برخه کې په خپلې ژورې پوهې مشهوره وه او تر پنځوسو کلونو زیاته موده یې د تدریس په برخه کې تېره کړې وه.

نوموړې د ښځو د وضعیت په اړه د ملي کمېسیون د غړې په توګه هم دنده ترسره کړې او په ۲۰۰۶ کال کې یې د دغه کمېسیون د مشرې په توګه هم خدمت کړی دی.

ډاکټره عارفه په لاهور کې زېږېدلې او همالته لویه شوې وه. د لاهور کالج فار وېمن څخه یې په لوړو نمرو د لېسانس سند، د لاهور د ګورنمنټ کالج پوهنتون څخه یې په اردو ژبه کې د ماسټرۍ سند، او د هاوايي پوهنتون، مانووا څانګې څخه یې د اسیايي مطالعاتو په برخه کې د ماسټرۍ او د تاریخ په برخه کې د دوکتورا سندونه ترلاسه کړي وو.

هغې په اېل سي ډبلیو یو پوهنتون کې د ښوونکې او رئیسې په توګه دندې ترسره کړې او وروسته یې په لاهور کې د لمز پوهنتون، د ښکلو هنرونو په ملي کالج (اېن سي اې) او د پاکستان حکومت د عامه پالیسۍ په ښوونځي کې هم تدریس کړی دی.

سربېره پر دې، نوموړې د لاهور په فارمین کرسچن کالج کې د تاریخ پروفیسوره هم وه.

زه ډاکټره عارفه سید زهرا له خپلو هغو لوړو استادانو څخه ګڼم چې علمي شخصیت، فکري ژورتیا او پوهې یې زما پر فکر ډېر اغيز کړی دی. د هغې له علم او پوهې څخه مې تل الهام اخیستی او د هغې علمي مقام ته په ډېر درنښت ګورم.

تېر کال مې د کويټې له یوه لیکوال ملګري رحيم خان څخه غوښتنه وکړه، چې له ډاکټرې عارفه سره مې وغږوي. غوښتل مې د هغې د ژوند، علمي شخصیت او فکري نړۍ په اړه خبرې ورسره وکړم؛ ځکه د یوه کتاب لپاره مې د هغې په اړه د لیکلو اراده لرله او غوښتل مې چې دا لیکنه د هغې د خبرو او خاطرو په رڼا کې بشپړه کړم.

خو له دې غوښتنې یوازې دوه اوونۍ وروسته خبره شوم، چې هغې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي. دا خبر راته ډېر دردوونکی و. وروسته مې له رحیم خان څخه ګیله هم وکړه، چې ولې یې زما په غوښتنه کې ځنډ او سستي وکړه او ولې مو دا فرصت له لاسه ورکړ. کاشکې هغه خبرې مو کړې وای او کاشکې مې د هغې له خولې د هغې د ژوند او علمي تجربو کیسې اورېدلې وای.

خو اوس غواړم،چې خپله هغه نیمګړې هېله او اراده بیا تازه کړم. ان‌شاءالله، د ډاکټرې عارفه سید زهرا د ژوند، علمي شخصیت، فکري میراث او ارزښتناکو هڅو په اړه به یو بشپړ کتاب لیکم؛ ځکه داسې شخصیتونه یوازې په یادولو نه، بلکې راتلونکو نسلونو ته د ورپېژندلو او د دوی د علم د ژوندي ساتلو وړ دي.

د دې مړینه د علم، ښوونې او ټولنیز پوهاوي په ډګر کې یوه ستره ضایعه ده. روح دې یې ښاد او علمي میراث دې یې ژوندی وي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2026 Mehar Taj

error: Content is protected !!