پر الله توکل وکړه، خو پړی هم وتړه!
یو استاد له خپل شاګرد سره د سعودي عربستان په دښته کې پر سفر روان و. د سفر په اوږدو کې استاد خپل شاګرد ته تکرارا ویل:
«پر الله توکل ولره، هغه هېڅکله خپل بنده بې مرستې نه پرېږدي.»
د شپې دواړه په یوه ځای کې دمه شو. استاد شاګرد ته وویل:
«آسونه په یوې ډبرې پسې وتړه.»
شاګرد د آسونو تړلو ته روان شو، خو په زړه کې یې له ځان سره وویل:
«استاد خو غواړي ما وازمويي. که پر الله توکل لرو، نو آسونه باید الله ته وسپارو.»
همداسې یې آسونه بې له تړلو پرېښودل او بېرته راغی او ویده شو.
سهار چې راویښ شو، آسونه ورک وو. په غوسه ستاد ته راغی او ورته یې وویل:
«تاسو راته ویل، چې پر الله توکل وکړه. ما آسونه الله ته سپارلي وو، خو هغه لاړل!»
استاد موسکی شو او ورته یې وویل:
«الله غوښتل چې د آسونو ساتنه وکړي، خو د دې کار لپاره ستا لاسونو ته اړتيا وه، څو تا تړلي وای.»
توکل په دې معنا نه دی، چې انسان خپل مسؤلیت پرېږدي.
احتیاط او تدبیر هم وکړه، هڅه او کوښښ هم وکړه، بیا پایله الله ته وسپاره.
پر الله توکل وکړه، خو خپل پړی هم کلک وتړه! 🤲
