په شوروي اتحاد کې د کمونیزم …
په شوروي اتحاد کې د کمونیزم د نظام تر واکمنۍ لاندې د روسیې وګړي سل سلنه لوستي شوي وو. خلکو ته وړیا کورونه، وړیا زدهکړې، ټولنیز خوندیتوب او ګڼې نورې اسانتیاوې برابرې شوې وې. د ډوډۍ، جامو او استوګنځي ستونزه له منځه تللې وه. شوروي اتحاد په ټوله نړۍ کې یوازینۍ سیمه وه، چې خلکو ته پکې پرمختګ، پوهه او عدالت د برابرۍ پر بنسټ برابر شوي وو.
تر دې چې د شوروي اتحاد په لرې پرتو سیمو کې هم زدهکړې عامې وې او د بېوزلۍ او ناپوهۍ څرک هم په سختۍ تر سترګو کېده. په دې توګه، روسیه د کمونیزم تر سیوري لاندې په یوه نړیوال زبرځواک بدله شوې وه.
د نړۍ دغه کمونیستي زبرځواک، شوروي اتحاد، یې ټوټه ټوټه کړ او په نسکورولو سره یې د امریکا د پښو لاندې وغورځاوه، د روسیې ولسمشر میخایل ګورباچوف و. هغه ځان کمونیست باله، خو په خيانت یې د کمونیزم د ریښو ایستلو ته مټې بډ وهلې وې. د لینین له نظریاتو او فکري لیدلوري څخه یې ښکاره سرغړونه وکړه او د امریکا سیاست ته یې ارزښت ورکړ.
دا د پاکستاني جنرالانو په څېر و؛ هغوی د خپلې دندې پر مهال خپل هېواد لوټي او ویجاړوي، بیا یې د امریکا غېږې ته ورټېل وهي. هغوی په خپل ټول عمر کې له حماقتونو ډک کارونه کوي او د تقاعد له اخیستو سره سم، له خپلو ټولو کورنیو سره یوځای د ډارنو ګیدړانو په څېر لکۍ تر پښو لاندې کوي او له پاکستانه تښتي.
د پاکستان دیکتاتور پروېز مشرف او د روسیې د ولسمشر ګورباچوف ترمنځ ډېر زیات ورتهوالی دی. دواړو د خپلو هېوادونو برخلیک وپلوره، هغه یې د امریکا غېږې ته ورواچاوه او خپل پرمختللي هېوادونه یې پر کنډوالو بدل کړل.
مشرف د امریکا د روڼاندۍ او روښانفکرۍ مینهوال و، خو په دې نه پوهېده، چې روڼاندۍ د هېواد د سواد کچه سل سلنې ته په لوړولو ترلاسه کېږي، نه د لوڅې پښې په ګرځېدو!
ګورباچوف هم د پاکستاني جنرالانو په څېر د پوهې او زدهکړې سخت مخالف و. هغه د مارکسېزم د اصولو پر خلاف، له پوهې څخه بېرته ناپوهۍ او وحشي ژوند ته ستنېدل، د ودې او پرمختګ په نوم یادول.
لکه څنګه چې مشرف د هېواد هوايي ډګرونه د امریکا په واک کې ورکړل، همداسې ګورباچوف هم د امریکايي لابي په ګټه د سولې په نوم خورا ډارن او بې وسه دریځونه وړاندې کړل. د ګورباچوف په وینا:
«که غله (امریکایان) ستا د کور لوټلو ته راشي، نو د سولې د ټینګښت لپاره دې ورته د خپل کور دروازې پرانیزه، له خپلو وروڼو څخه وسلې واخله، دغه لوټماران د خپل کور مشران ومنه او د کور ټول سامان ورته وسپاره؛ په دې توګه به سوله قايم شي!»
د افغانستان او امریکا د جګړې پر مهال، د پاکستان دیکتاتور مشرف هم د سولې په نوم د امریکا پر مخ د پاکستان دروازې پرانیستې وې. مشرف د امریکایانو ترڅنګ ودرېد او له هغوی سره یې په ګډه مسلمان افغانان په پراخه کچه ووژل، د هغوی کورونه، شتمنۍ او ټول هېواد یې پر هدیره بدل کړ.
د پاکستان د بزدلو پوځي جنرالانو، باجوه او عاصم منیر په څېر، ګورباچوف هم تل دا خبره کوله چې: موږ داسې څه نه شو ویلی، چې د امریکا د ګټو خلاف وي.
لیکوال: موسی پاشا
ژباړه مهر تاج
