مارکسیان ولې د فردي ترهګرۍ مخالفت کوي؟
نومبر ۱۹۱۱
لیکنه: لیون ټراټسکي
زموږ طبقاتي دښمنان عادت لري، چې زموږ د ترهګرۍ پر وړاندې شکایت وکړي. خو دا چې د دوی موخه له دې خبرې څه ده، چندان روښانه نه ده. دوی غواړي د پرولتاریا ټولو هغو فعالیتونو ته د ترهګرۍ نوم ورکړي، چې د طبقاتي دښمن د ګټو پر ضد ترسره کېږي.
د دوی په اند، اعتصاب د ترهګرۍ اساسي بڼه ده. د اعتصاب ګواښ، د اعتصاب د څارونکو ډلو تنظیمول، د کارګرانو له خوا د یوه غلاموونکي مالک اقتصادي بایکاټ، یا د خپلو لیکو دننه د یوه خاین اخلاقي بایکاټ؛ دا ټول او دې ته ورته نور فعالیتونه دوی ترهګري بولي.
که ترهګري داسې تعریف کړو چې هر هغه عمل چې دښمن وېروي یا زیان ور رسوي، ترهګري ده؛ نو بې له شکه ټوله طبقاتي مبارزه به له ترهګرۍ پرته بل څه نه وي. په دې صورت کې یوازې دا پوښتنه پاتې کېږي، چې ایا بورژوا سیاستوال دا اخلاقي حق لري، چې د پرولتاریا د ترهګرۍ پر وړاندې د غوسې سیلابونه وبهوي، په داسې حال کې چې د دوی ټول دولتي جوړښت، له قوانینو، پولیسو او پوځ سره، د پانګوالې ترهګرۍ یوه وسیله ده!
خو اړینه ده ووایو چې کله دوی پر موږ د ترهګرۍ تور لګوي، که څه هم تل په شعوري ډول نه وي، هڅه کوي دغه کلمې ته یو محدود او لږ غیرمستقیم مفهوم ورکړي.
د بېلګې په توګه، د کارګرانو له خوا ماشینونو ته زیان رسول د ترهګرۍ په رښتینې او سخت مفهوم کې ترهګریز عمل دی. د یوه کارورکوونکي وژل، د یوې فابریکې د سوځولو ګواښ، د هغې د مالک د وژلو ګواښ، یا د تومانچې په لاس کې نیولو پر یوه دولتي وزیر د وژونکي برید هڅه؛ دا ټول په خپل بشپړ او واقعي مفهوم ترهګریز فعالیتونه دي.
خو هر هغه څوک چې د نړیوالې سوسیال ډیموکراسۍ له اصلي ماهیت سره اشنا وي، باید پوه شي، چې دې غورځنګ تل د ترهګرۍ د داسې بڼو مخالفت کړی او په دې مخالفت کې یې دریځ خورا کلک او نه جوړجاړی کوونکی دی.
ولې؟
د اعتصاب په ګواښ د وېرې رامنځته کول، یا په عملي توګه اعتصاب کول، یوازې صنعتي کارګران کولای شي. د اعتصاب ټولنیز اهمیت په مستقیم ډول په دوو عواملو پورې تړلی دی:
لومړی، د هغه سوداګریز بنسټ یا صنعتي څانګې پراخوالی چې اعتصاب پرې اغېز کوي؛
او دویم، دا چې ګډونوال کارګران تر کومه بریده منظم، د نظم پابند او عملي اقدام ته چمتو دي.
دا خبره د سیاسي اعتصاب لپاره هم هغومره سمه ده لکه د اقتصادي اعتصاب لپاره. دا د مبارزې هغه لاره ده چې په معاصره ټولنه کې د تولید په بهیر کې د پرولتاریا له مستقیم رول څخه سرچینه اخلي.
د ولسي خلکو رول کم ارزښته ښيي
پانګوال نظام د پرمختګ لپاره پارلماني سیاسي جوړښت ته اړتیا لري. خو دا چې پانګوال نظام نه شي کولای معاصر پرولتاریا د سیاسي انزوا په یوه محدوده فضا کې ايسار وساتي، نو ژر یا وروسته اړ کېږي، چې کارګرانو ته په پارلمان کې د ګډون اجازه ورکړي.
په ټاکنو کې د پرولتاریا ډلهییز ماهیت او د هغه د سیاسي ودې کچه څرګندېږي. یعنې هغه عوامل چې یو ځل بیا د کارګرانو د ټولنیز رول، په ځانګړي ډول د تولید په برخه کې د دوی د رول له مخې ټاکل کېږي.
لکه څنګه چې په اعتصاب کې، همداسې په ټاکنو کې هم د مبارزې لاره، موخه او پایله د یوه ټولنیز قشر په توګه د پرولتاریا پر ټولنیز دریځ او ځواک پورې تړلې ده.
یوازې کارګران اعتصاب کولای شي. هغه لاسي کسبګر چې فابریکې یې کار او ژوند له منځه وړی وي، هغه بزګران چې د فابریکې له امله یې د اوبو سرچینې زهرجنې شوې وي، یا هغه بې ریښې او بې کوره خلک چې د لوټ او چور په لټه کې وي، کولای شي ماشینونه مات کړي، فابریکه وسوځوي یا د هغې مالک ووژني.
خو یوازې یو باخبره او منظم کارګریز قشر کولای شي پارلمان ته خپل پیاوړي استازي ولېږي، څو هلته د پرولتاریا د ګټو دفاع وکړي.
خو د یوه مهم دولتي چارواکي د وژلو لپاره اړتیا نشته چې ستا تر شا منظم ولسي ځواک ولاړ وي.د چاودېدونکو توکو د جوړولو ترکیب هر چا ته د لاسرسي وړ دی او تومانچه هم له بېلابېلو لارو ترلاسه کېدای شي.
په لومړي حالت کې له یوې ټولنیزې مبارزې سره مخ یو، چې لارې چارې او وسایل یې په حتمي ډول د اوسني ټولنیز نظام له ماهیت څخه سرچینه اخلي؛ خو په دویم حالت کې له یوه خالص میخانیکي غبرګون سره مخ یو، چې په هر ځای کې یو شان دی؛ که په چین کې وي او که په فرانسه کې.
دا ډول کړنه په ظاهري بڼه ډېره ټکان ورکوونکې ده؛ لکه وژنه، چاودنې او داسې نور، خو د ټولنیز نظام پر وړاندې هېڅ جدي اغېز نه لري.
حتی یو عادي اعتصاب هم ټولنیزې پایلې لري: د کارګرانو پر ځان باور پیاوړی کوي، د کارګرانو د اتحادیو د ودې لامل کېږي او ډېر ځله د تولیدي ټکنالوژۍ د پرمختګ سبب کېږي هم.
برعکس، د یوې فابریکې د مالک وژل یوازې د پولیسو اړوند پایلې رامنځته کوي، یا د مالک د بدلېدو لامل کېږي؛ داسې بدلون چې هېڅ ټولنیز اهمیت نه لري.
دا چې یوه ترهګریزه هڅه، که څه هم ظاهراً بریالۍ وي، تر کومه بریده واکمنه طبقه ګډوډولای شي، په ځانګړو سیاسي شرایطو پورې اړه لري. خو په هر حال، دا ګډوډي یوازې د لنډ وخت لپاره وي.
پانګوال دولت خپل بنسټ پر وزیرانو نه دی ایښی، چې د هغوی په له منځه وړلو سره دولت هم له منځه لاړ شي. هغه ټولنیزې طبقې چې دولت یې خدمت کوي، تل کولای شي د وژل شویو چارواکو پر ځای نوي کسان وګماري. د نظام میکانیزم پر خپل ځای پاتې کېږي او خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
خو د ترهګریزې هڅې له امله د کارګرانو د خلکو په لیکو کې رامنځته کېدونکې ګډوډي تر دې ډېره ژوره وي.
که د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره یوازې د یوې تومانچې پورته کول بسنه کوي، نو ولې د طبقاتي مبارزې ستونزې وزغمو؟ که د باروتو یوه اندازه او د سربو یوه وړه ټوټه د دې لپاره بسنه کوي، چې دښمن په ډزو ووژنو، نو بیا د طبقاتي سازمان جوړولو ته څه اړتیا ده؟
که د چاودنو غږ د لوړو دولتي مقامونو خاوندان وېروَلی شي، نو بیا د سیاسي ګوند اړتیا څه ده؟ که د پارلمان له نندارچیانو ځایونو څخه د وزیرانو څوکۍ په اسانۍ په نښه کېدای شي، نو بیا غونډو، ولسي خوځښتونو او ټاکنو ته څه اړتیا پاتې کېږي؟
زموږ په اند، فردي ترهګري د منلو وړ نه ده، ځکه چې دا د خلکو په خپل شعور کې د هغوی رول کم ارزښته ښيي، هغوی دې ته هڅوي چې له خپلې بېوسۍ سره جوړجاړی وکړي او د هغوی پام او هیلې د یوه ستر غچ اخیستونکي او ژغورونکي پر لور اړوي، چې ګواکې یوه ورځ به راشي او خپل مأموریت به بشپړ کړي.
د انارشیستانو د «عمل له لارې تبلیغ» پلویان دې هر څومره بحث وکړي، چې ترهګریزې کړنې پر خلکو څومره لوړونکی او هڅوونکی اغېز لري. خو نظري څېړنې او سیاسي تجربې د دې خبرې برعکس پایله ښيي.
څومره چې ترهګریزې کړنې ډېرې اغېزمنې وي او پایلې یې ډېرې پراخې وي، هغومره د خلکو لېوالتیا د خپلواک سازمان جوړولو او ځانپوهاوي ته کمېږي.
خو کله چې د دې ګډوډۍ لوګی خپور شي، وېره او وحشت پای ته ورسېږي، د وژل شوي وزیر پر ځای بل وزیر راشي، ژوند بېرته خپلې پخوانۍ لارې ته راوګرځي او د پانګوال استثمار څرخ د پخوا په څېر وګرځي، نو یوازې د پولیسو زورزیاتی لا وحشیانه او بېپروا کېږي.
په پایله کې، هغه هیلې چې راپارول شوې وې او هغه مصنوعي جوش او جذبه چې رامنځته شوې وه، د ناهیلۍ او بېپروايۍ ځای نیسي.
د ارتجاعي ځواکونو له خوا د اعتصابونو او په ټولیز ډول د کارګرانو د ولسي خوځښتونو د ځپلو هڅې، تل او په هر ځای کې له ماتې سره مخ شوې دي.
پانګواله ټولنه یوه فعاله، خوځنده او هوښیاره پرولتاریا ته اړتیا لري؛ له همدې امله نه شي کولای کارګران د اوږدې مودې لپاره په بشپړه توګه بې وسه او لاس پښې تړلي وساتي.
له بلې خوا، د انارشیستانو «عمل له لارې تبلیغ» هر ځل دا ثابته کړې چې دولت د فزیکي له منځه وړلو او میخانیکي زورزیاتي په وسایلو کې تر ترهګریزو ډلو ډېر امکانات او ځواک لري.
که داسې وي، نو د انقلاب برخلیک به څه وي؟ ایا په دې حالت کې انقلاب ناشونی کېږي؟
هېڅکله نه!
ځکه انقلاب یوازې د میخانیکي وسایلو او لارو چارو ټولګه نه ده. انقلاب یوازې د طبقاتي مبارزې د شدت له زیاتېدو څخه رامنځته کېدای شي او د خپلې بریا ضمانت یوازې د پرولتاریا په ټولنیزو دندو او رول کې موندلای شي.
ولسي سیاسي اعتصاب، وسلهوال پاڅون او د دولتي واک ترلاسه کول؛ دا ټول د تولید د پرمختګ د کچې، د طبقاتي ځواکونو د متقابل توازن، د پرولتاریا د ټولنیز وزن او په پای کې د پوځ د ټولنیز جوړښت له مخې ټاکل کېږي. ځکه چې د انقلاب په پړاو کې وسلهوال ځواکونه هغه عامل وي چې د دولتي واک برخلیک ټاکي.
سوسیال ډیموکراسي دومره واقعبینه ده، چې د هغو انقلابونو د مخنیوي هڅه نه کوي چې له اوسنیو تاریخي شرایطو څخه رامنځته کېږي؛ برعکس، په خلاصو سترګو د انقلاب هرکلي ته چمتو ده.
خو سوسیال ډیموکراسي د انارشیستانو پر خلاف او له هغوی سره په مستقیمه مبارزه کې ټولې هغه لارې او وسایل ردوي چې موخه یې د ټولنې د پرمختګ بهیر په مصنوعي او جبري ډول چټکول او د پرولتاریا د ناکافي انقلابي ځواک پر ځای د کیمیاوي ترکیبونو کارول وي.
د فردي ترهګرۍ تاریخي ریښې
ترهګري مخکې له دې چې د سیاسي مبارزې د یوې لارې په توګه مطرح شي، د فردي غچ اخیستنې په بڼه راڅرګنده شوې وه. په روسیه کې هم همداسې وشول؛ روسیه د ترهګرۍ د تاریخ یوه کلاسیکه بېلګه ده.
پر سیاسي بندیانو د قمچینو د وهلو پېښې ویرا زاسولیچ دې ته وهڅوله چې پر جنرال تریپوف د وژونکي برید له لارې د خلکو د عمومي غوسې څرګندونه وکړي.
د هغې دغه بېلګه د انقلابي روڼاندو هغو کړیو هم تعقیب کړه، چې د ولسي ملاتړ له نشتوالي سره مخ وې.
هغه څه چې د یوه بې فکره غچ اخیستونکي اقدام په توګه پیل شوي وو، د ۱۸۷۹ او ۱۸۸۱ کلونو ترمنځ په یو بشپړ سیستم بدل شول.
په لوېدیځه اروپا او شمالي امریکا کې هم د انارشیستانو د وژنو کړنې تل د حکومت له کوم ظلم وروسته رامنځته شوې دي؛ لکه پر اعتصاب کوونکو کارګرانو ډزې کول یا د سیاسي مخالفینو اعدامول.
د ترهګرۍ تر ټولو مهم رواني سرچینه تل د غچ اخیستنې هغه احساس وي، چې د خپلو څرګندولو لپاره د یوې لارې په لټه کې وي.
اړتیا نشته چې دا خبره نوره هم وغځوو چې سوسیال ډیموکراسي له هغو اخلاقي موعظهکوونکو سره هېڅ تړاو نه لري چې د پیسو په بدل کې خپل وجدان پلوري او د هر ترهګریز عمل په غبرګون کې د انساني ژوند د «مطلق ارزښت» په اړه درانه او له ظاهري وقاره ډک بیانونه خپروي.
همدا خلک په نورو وختونو کې، د نورو مطلقو ارزښتونو؛ لکه د ملت د عزت یا د پاچا د عظمت په نوم، میلیونونه انسانان د جګړې دوزخ ته ورټېل وهي.
نن د دوی ملي اتل هغه وزیر دی چې د شخصي ملکیت د سپېڅلي حق ساتنه کوي؛ خو سبا، کله چې د بېکاره کارګرانو ناهیلی لاس په سوک بدل شي یا کومه وسله پورته کړي، همدا خلک به د هر ډول تاوتریخوالي د نه منلو په اړه ډول ډول بې مانا خبرې شروع کړي.
د اخلاقو دغه بې غیرته او ریاکاران دې هر څه چې غواړي، ووایي.؛ خو د غچ اخیستنې احساس خپل مشروع حق لري.
د کارګرې طبقې لپاره دا تر ټولو ستر اخلاقي ویاړ دی چې په دې «تر ټولو غوره ممکنه نړۍ» کې پېښې په تشو او بېاحساسه سترګو نه ګوري.
د پرولتاریا نیمګړی پاتې شوی د غچ احساس باید مړ نه شي؛ بلکې برعکس، باید تل را وپارول شي، ژور شي او د ټولو بېعدالتیو او انساني سپکاویو د اصلي لاملونو پر وړاندې یې لوری وټاکل شي.
همدا د سوسیال ډیموکراسۍ دنده ده.
که موږ د ترهګریزو کړنو مخالفت کوو، نو یوازې د دې لپاره چې فردي غچ اخیستنه زموږ قناعت نه شي پوره کولای.
له پانګوال نظام سره زموږ حساب دومره لوی دی، چې د یوه وزیر په نوم د یوه دولتي مامور مخې ته وړاندې کېدای نه شي.
د انسانیت پر وړاندې د ټولو جرمونو او د انسان پر بدن او روح د ټولو تپل شویو کړاوونو په اړه باید دا زده کړو چې هغه د اوسني ټولنیز نظام د خرابو څانګو او څرګندونو په توګه وپېژنو؛ څو خپلې ټولې انرژۍ د دغه نظام پر وړاندې په ډلهییزه مبارزه کې ولګوو.
دا هماغه لاره ده، چې د غچ اخیستنې سوځنده هیله کولای شي په هغې کې خپل تر ټولو لوړ اخلاقي تسکین ومومي.
—–.—–_ــــــــــ——–.——ـ
ژباړنیزه یادونه: د «پرولتاریا»، «بورژوازي»، «سوسیال ډیموکراسۍ» او «انارشیسم» په څېر سیاسي اصطلاحات د لیکنې د تاریخي او فکري امانتدارۍ لپاره ساتل شوي، او متن په مانیزه بڼه ژباړل شوی دی.
