لیو تولستوی؛ د قلم، حقیقت او انساني وجدان مفکر
ژوند، ادبي میراث، فکري نظریات او انتخابي ویناوې
د تولستوی له اثر «اعتراف» څخه یوه فکري او ژوره وینا
ما د زړه له کومې غوښتل چې یو نېک انسان واوسم، خو زه ځوان وم، په زړه کې مې غوښتنې او احساسات وو، او د نېکۍ په لټه کې په بشپړه توګه یوازې او بېملاتړه وم.
هر ځل چې به مې هڅه کوله خپله د زړه هیله څرګنده کړم، چې غواړم له اخلاقي پلوه یو ښه انسان واوسم، نو د سپکاوي او ملنډو پرته مې بل څه ترلاسه نه کړل. خو کله چې به مې ځان خپلو ناوړه غوښتنو ته وسپاره، خلکو به مې ستاینه کوله او لا به یې خپلو ناوړه غوښتنو ته هڅولم.
روسي ناوللیکوال او مفکر: لیو تولستوی
کتاب: اعتراف (A Confession)
څپرکی: دویم
د لیکلو موده: ۱۸۷۹ – ۱۸۸۰
د خپرېدو کال: ۱۸۸۲
د لیو تولستوی ژوند او ادبي شخصیت
لیو تولستوی (۱۸۲۸ – ۱۹۱۰)، چې بشپړ نوم یې لیو نیکولایویچ تولستوی و، د روسیې یو ستر ناوللیکوال، فیلسوف او ټولنیز مفکر و. نوموړی د نړۍ د ادبیاتو له سترو شخصیتونو او د واقعیتپالنې د ادبي مکتب له مهمو استازو څخه ګڼل کېږي.
هغه د ۱۸۲۸ کال د سپټمبر په ۹مه د روسیې په یاسنایا پولیانا سیمه کې په یوې شتمنې او اشرافي کورنۍ کې زېږېدلی و. د ځوانۍ پر مهال یې د قازان په پوهنتون کې زدهکړې وکړې، خو تر بشپړولو مخکې یې پوهنتون پرېښود. وروسته د روسیې له پوځ سره یوځای شو او د کریمیا په جګړه کې یې ګډون وکړ. دغو تجربو د هغه پر لومړنیو لیکنو ژور اغېز درلود.
تولستوی د خپل وخت له سیاسي او ټولنیزو واکمنو جوړښتونو سره فکري مخالفت درلود. د هغه پر ځینو اثارو بندیزونه ولګېدل او د هغه د افکارو د خپرېدو مخنیوي هڅې وشوې، خو د هغه قلم ونه درېده. نوموړي د اعدام د سزا، تاوتریخوالي او ټولنیز ظلم پر وړاندې هم خپل مخالفت څرګنداوه.
مشهور ادبي آثار
د هغه له مشهورو ناولونو څخه یو «جګړه او سوله» (War and Peace) دی، چې د ۱۸۶۵ او ۱۸۶۹ کلونو کې خپور شو. په دې ناول کې یې د ناپلیون د جګړو په دوره کې د روسیې د ټولنې، انساني اړیکو او تاریخي پېښو انځور وړاندې کړی دی.
بل مشهور ناول یې «انا کارېنینا» (Anna Karenina) دی، چې د ۱۸۷۵ او ۱۸۷۷ کلونو کې په پرلهپسې ډول خپور شو. په دې اثر کې یې د مینې، واده، بېوفایۍ، کورني ژوند او ټولنیزو دودونو په اړه ژور بحث کړی دی.
نوموړي د «ایوان ایلیچ مړینه» (The Death of Ivan Ilyich) په څېر ارزښتناکې کیسې هم لیکلې دي.
د تولستوی ټولنیز فکر او د انسانانو ترمنځ نابرابري
تولستوی د «The Candle» په نوم لنډه کیسه کې د روسیې د فیوډالي ټولنې د ځمکوالو او بزګرانو ترمنځ د اړیکو یوه مهمه موضوع رااخلي.
هغه څرګندوي چې په هغه وخت کې ډېر لږ ځمکوال له خپلو بزګرانو او مزدورانو سره ښه انساني چلند کاوه، خو ډېری نورو یې پر هغوی ظلم او استثمار کاوه.
د دې کیسې یوه د پام وړ موضوع دا ده چې ځینې هغه کسان چې پخوا یې د نورو پر ځمکو د مزارعینو په توګه کار کاوه، کله چې خپله ځمکوال او خانان شول، له خپلو بزګرانو سره یې تر پخوانیو موروثي ځمکوالو هم سخت او ظالمانه چلند پیل کړ.
دا موضوع یوه ژوره ټولنیزه پوښتنه راپورته کوي: ایا هغه انسان چې پخپله یې ظلم تجربه کړې وي، کله چې واک ترلاسه کړي، حتماً به له نورو سره عادلانه چلند وکړي؟
د روسیې د بزګرانو د آزادۍ فرمان د دویم الکساندر له خوا په ۱۸۶۱ کال کې صادر شو، چې د روسیې په ټولنیز تاریخ کې یوه مهمه پېښه وه.
د تولستوی فکري او روحاني بدلون
تولستوی د خپل ژوند په وروستیو پړاوونو کې د فلسفې، دین او ټولنې په اړه ژور فکر او څېړنې پیل کړې. هغه د ساده ژوند، اخلاقو، مینې، سولې او انسانیت پلوی شو.
که څه هم هغه په یوه ارتودوکس عیسوي کورنۍ کې زېږېدلی و، خو وروسته یې پر مذهبي بنسټونو او د کلیسا پر ځینو نظریاتو نیوکې وکړې. هغه پر دې ټینګار کاوه چې انسان باید د دین پر اصلي اخلاقي لارښوونو، یعنې مینې، رحم، بښنې، سولې او رښتینولۍ عمل وکړي.
د هغه افکارو وروسته د مهاتما ګاندي او مارټین لوتر کینګ جونیئر په څېر پر شخصیتونو هم اغېز وکړ.
د لیو تولستوی څو انتخابي فکري او ادبي ویناوې
«ټولې خوشحاله کورنۍ یو شان وي، خو هره ناخوښه کورنۍ د خپلې ناخوښۍ ځانګړی لامل لري.»
انا کارېنینا
«موږ تر هغه وخته ویده یو، څو چې مینه و نه کړو.»
جګړه او سوله
«ډېری پاکزړي انسانان هغه وخت زموږ ژوند ته راځي، کله چې موږ له ناسمو خلکو سره په اړیکو کې ځان له دننه ختم کړی وي.»
تولستوی ته منسوبه وينا
«زما هېڅ ملګری نشته، هېڅوک هم نه لرم! زه یوازې یم. کله چې مې د شتمنۍ او مالدولت (Mammon) خدمت کاوه، ملګري مې لرل، خو اوس چې د حقیقت او ريښتينولۍ خدمت کوم، هېڅ ملګری نه لرم.»
د ۱۸۶۲ کال د اګسټ د ۲۳مې د شخصي یادښت په اړه د هغه د ژوندلیک په یوه معتبر اثر کې راغلی دی.
(د «مامون» کلمه د مالدولت او شتمنۍ د مجسمې یا نښې په معنا کارول کېږي؛ یوازې د یوناني کلمې په توګه یې پېژندل دقیق نه دي)
د تولستوی مړینه او ادبي میراث
تولستوی د ۱۹۱۰ کال د نومبر په ۲۰مه د روسیې په استاپوو سیمه کې ومړ. د هغه ادبي میراث لا هم ژوندی دی؛ ځکه د هغه د کرکټرونو رواني ژورتیا، پر ټولنه نیوکې او د انساني ژوند په اړه ژور فکرونه د نړۍ د ادبیاتو ارزښتناکه برخه جوړوي.
د نن ورځې د لیکوالو او روڼاندو مسؤلیت
نن چې خپل شاوخوا حالات ګورو، یوه ترخه او د فکر وړ پوښتنه راپيدا کېږي:
ایا د نن ورځې په لیکوالو، روڼاندو او فکري قشر کې دومره زړورتیا شته، چې د حقیقت د بیانولو لپاره خپل غږ پورته کړي؟
تولستوی په خپلو اثارو کې دا څرګنده کړې وه، چې د لیکوال دنده یوازې د کاغذ تورول نه دي، بلکې د ټولنې د وجدان راویښول، د انساني دردونو انځورول او د ناسم وضعیت پر وړاندې د فکر او پوهاوي رامنځته کول هم دي.
ایا نننۍ ټولنه د داسې لیکوالو، مفکرینو او روڼاندو تږې نه ده چې د حقیقت د بیانولو جرئت ولري، د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د خپل قلم له لارې د ټولنې وجدان راویښ کړي؟
ستاسو نظر څه دی؟
ایا زموږ د نننیو روڼاندو چوپتیا د حکمت پایله ده، که د مصلحتپالنې؟ او که د قلم خاوندان د خپل وخت پر ناخوالو چوپ پاتې شي، نو د ټولنې د ویښولو مسؤلیت به څوک ادا کوي؟
