یوڅوک باید ولرې
۱۸ مه برخه لړۍ
یو څوک باید ولرې،
چې ستا د خوښې موسیقي درسره واوري، له لاس دې ونیسي، د مینې په اسمان کې دې تر ملا لاس چاپیر؛ ګرده وچورلوې او “والتز”(Waltz”)نڅا درسره وکړي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې کله ناجوړه شې، له درملو ډېر د هغه/هغې غیږ ته ضرورت ولرې او پرې ورغېږي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې وخت درته ولري ،
چې ورته وژاړې،
چې کله کله دروغ پرې واړوې او هغه یې هم جدي په ځان ومني؛ یوازې ستا د حیثیت ساتلو او د دې لپاره چې په مجلس/ټولنه کې دې تر لاسه شوی باور له لاسه ور نه کړې.
یو داسې څوک چې دروغ درته ووایي؛ یوازې ستا د سکون حاصلولو، اعتماد په نفس او ډاډ درکولو لپاره.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې موټر، سایکل چلول درزده کړي او ته چې کله ګیر ته پښه بنده کړې؛ هغه له ویرې چیغې کړي چې ایکسلیټر پرېږده.. درته وایم..ایکسلیټر پرېږده.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې د باډي/اندام جوړوني تمرین ټول حرکاتو کې درسره مرسته وکړي او درته ووایي، همت وکړه؛ ته یې کولای شې!
ـ یو څوک باید ولرې،
چې ورسره په لار روان/روانه وې؛ لار درته حیرانه وي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې ستا هرې خبرې ته متوجه، ذوق دې نوټ او درسره کړې ژمنې هېرې نه کړي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې په سترګو پسې یې خفه شي،
غږ پسې دې غوږونه ټول سونډونه یوازې او یوازې د هغه د غږ سونډ ته کنورټ (اړولي) کړي، د هر چا په غږ د هغه غږ ګمان وکړي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې ستا او ستاسو د بکواس (چټیات) خبرو ستړی نه شي. داسې څوک چې؛ د هغه په شتون کې درڅخه وخت او موبایل دواړه هېر وي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې درته ووایي: تۀ هېڅ حق نه لرې، چې موبایل، واټس اپ او مسنجر دې بند وي،ماته زر ځواب راکوه؛ ته باید هر وخت اویلېبل (تیار د لاسرسۍ وړ) اوسې!
ـ یو څوک باید ولرې،
چې د هغه د تعقیب لپاره داسې څوک تعقیب (فالو) کړې؛ چې هغه یې تعقیبوې(فالو کړې وي) .
ـ یو څوک باید ولرې،
چې درته ووایي: ته زما د څار لاندې یې! سیاسي پوسټ، نظر و بحث او پرې لیکل دې ونه وینم؛ نه غواړم، چې عادي ګواښ دې هم مسکا کم رنګه کړي.
داسې څوک، چې درته ووایي؛ خپل انځورونه مه سټوري کوه، نشم زغمی چې رقیب دې وګوري، کاذبي ستاینې دې وکړي یا هم سپک نظرې و کمظرفه خلک درته سپکې ولیکي او ستا چُرت درخراب کړي.
درته ووایي؛ ته “مِهر ” یې، مینه یې، مهربانه یې . ته یوازې او یوازې؛ د مینې شعرونو او مهربانه د مینې خبرو لیکلو ته پیدا شوې یې، ته باید یوازې په مینه لیکل وکړي او بې مینې زړونو کې د “مینې توخم وکرلي، د نفرتو او پدې نازکو حالاتو کې، د ماتو انسانانو هېلې زرغون او مینه عامه کړي!
- څومره ښایسته حس دی، چې پدې خاورینه کې یو څوک په بشپړه توګه ستا په نوم وي او یوازینی مالک/مالکه یې ته وو